د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۵:۱۷

ایا په پاکستان کې ډیموکراسي ټینګېدای شي؟


د پاکستان لپاره د امریکا د پالیسۍ په اړه په نیویارک ټایمز او انټرنېشنل هرالډټریبیون ورځپاڼو کې د ازادی راډیو د عمومي مشر جف ګېډمن او د خبري څانګې د خبریال ابوبکرصدیق یوه ګډه لیکنه کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې د دې مطلب محتویات د لیکوالانو نظریات دي او د ازادي راډیو د رسمي دریځ څرګندونه نه کوي.

سږکال پسرلی د پاکستان پارلمان په اساسي قانون کې هغه اصلاحات تصویب کړل، چې له ۱۹۷۳م کال راهیسې یې په دې هېواد کې د ډیموکراسۍ په لاره کې خنډ رامینځ ته کاوه.

هغه مهال د پارلمان یوه مهم غړي وویل، چې دا د پاکستان د قوانینو په تاریخ کې یو ډېر مهم بدلون دی.

اوس سوال دا دی چې آیا په پاکستان کې ډیموکراسي ټینګېدای شي؟ دې مسالې ته که له یوې زاویې وکتل شي، تصویر ډېر تیاره ښکاري.

که تروریزم، بې وزلي، د انرژۍ کمښت او د ملکي ادارو کمزورۍ ته وګورئ نو ګرانه به وي، چې په دې هېواد کې یو باثباته ډیموکراتیک سیستم او دوامداره ډیموکراټیک کلچر رامینځ ته شي.

خو که له یوې بلې زاویې ورته وګورو نو یوه رڼا تر سترګو کېږي، ځکه چې د پاکستان خلک له روانې ناارامۍ سره سره پر یوه استازي حکومت ډېر ولاړ دي.

د ۲۰۰۸ کال په پارلماني انتخاباتو کې سخت دریځو ډلو سخته ماتې وخوړه او معتدلو ډلو د پام وړ بریاوې ترلاسه کړې. د وروستیو نظر پوښتنو له مخې د عوامو نظریات سخت د افراطي ډلو پرضد اوښتي.

یو پښتون مخکښ عالم وايي، تر څو کالو مخکې په عام محضر کې د طالبانو مخالفت یوه ګناه بلل کېده خو اوس خلک په آرامۍ سره د هغو مرګ ته انتظار کاږي.

اوس هغه وخت رارسېدلی چې امریکايان، ځان د خلکو له نظریاتو خبر کړي. د کراچۍ له لوکسو ماڼیو نیولې د پښتنو تر غرنیو سیمو پورې اکثریت خلک په پاکستان کې یو پاک او مسوول حکومت د افراطي اسلام د ستونزې او د هېواد د ټولنیزو دردونو علاج ګڼي.
خو په دې برخه کې دوه مهم خنډونه پراته دي.

لومړی خنډ د پاکستان پوځ دی چې لاهم د دې هېواد د مهمو کورنیو مسایلو او د بهرنۍ پالیسۍ پر ټولو پرېکړو کنټرول لري او په لویدیځ کې هېڅوک نه غواړي بې له اړتیا د اسلام آباد جنرالان وپاروي، ځکه د پاکستان پوځ په ګاونډي افغانستان کې د امریکا د جګړې لپاره حیاتي اهمیت لري.

خو د امریکا اوږدمهالي اهداف په فوري اقداماتو نشي ترلاسه کېدای. واشنګټن هڅه وکړه چې د پاکستان پوځي ډکتاتوران د مالي مرستو له لارې خپل کړي، خو دا ستراتیژي ناکامه شوه.
نو باید څه وشي؟

د پاکستان پوځ کلونه کلونه وروسته له دې چې د کشمیر پرسر یې له هند سره او په افغانستان کې یې د هند له نفوذ سره د مقابلې لپاره د افراطيت اور ته لمن ووهله اوس اوس د افراطي اسلام په خطراتو پوهېږي.

اوس چې دې افراطي ډلو د پاکستان خپل کورني امنیت ته خطر پېښ کړی پوځ ته پرته له دې چې په دې اړه له سره فکر وکړي، بله لاره نه ده پاتې. له بلې خوا د مثال په توګه پوځ د ۲۰۰۸ کال په انتخاباتو کې له لاسوهنې ډډه وکړه. دا تمایلات هڅوونکي دي او امریکا یې باید ملاتړ وکړي.

یوبل خنډ د پاکستان نوې زېږېدلې مدني ټولنه ده. واشنګټن په داسې حال کې چې په قبایلي سیمو کې له القاعده، او د دې شبکې له ملګرو سره په جګړه بوخت دی، په عین حال کې اسلام آباد هم باید وهڅوي چې په قبایلي سیمو کې پرمختیايي کارونه وکړي.

د بخښنې نړیوال سازمان، قبایلي سیمې له بشري حقونو څخه آزادې سیمې بللې دي. په دې سیمه کې تخمیناً څلورمیلیونه وګړي د طالبانو د واکمنۍ په منګولو کې راګیر دي او مرکزي حکومت عملاً هغوی له پامه غورځولي دي.

او وروستۍ خبره دا چې امریکا باید د سخت دریځو ملایانو په ګډون د پاکستان له بېلابېلو مذهبي مشرانو سره تماس ولري ځکه مذهبي او قومي مشران مهمه ونډه لري.

د پاکستان د نوي اساسي قانون د مسودې د جوړوونکو یوتن وايي، د کاغذ پرمخ په پاکستان کې لادمخه پارلماني ډيموکراسي راغلې ده او دا هېواد د آسیا لپاره هم یو مثال کېدای شي.

اوس لویدیځ ته په کاردي چې د پاکستان پرخلکو او هغه ډیموکراتیک سیستم پانګونه وکړي چې دوی یې د جوړولو هڅه کوي.
XS
SM
MD
LG