د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۹

قزاقستان د قرغېزستان شخړو له ازمیښت سره مخ کړی


قزاقستان دا مهال د اروپا ا امنیت او همکارۍ سازمان ریاست په غاړه لري، خو د ګاونډي هیواد قرغزستان شخړو یې پدي سازمان کې غړیتوب له ازمیښت سره مخامخ کړی دی. یو شمېر څیړونکې وایي، قزاقستان ممکن په دي امتحان کی ناکام شي او دا ځکه چی د قرغزستان د شخړو په اړه یې، د یوه سېمه ایز امنیتي سازمان د مشر په ځای ، خپلې ملي ګټې مخکې کړې دي .

د تېري جنورۍ په میاشت کې چې کله قزاقستان د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان دوره یي ریاست په غاړه واخیست نو خلکو دا تصور نه کاوه چې د مرکزي اسیا دا هیواد دی د خپل ګاونډي هیواد د شخړو له وجې له ازمیښت سره مخامخ شي.

خو کله چې په تېر اپریل میاشت کې د قرغزستان جمهور رییس قرمانبیک باقییف له واکه لرې کړای شو ، په دې هیواد کې د ازبکو او قرغزي قومونو تر منځ شخړې راپورته شوي او په سلونو کسان په کې ووژل شول، د زیات شمېر څارونکو په باور، قزاقستان که بشپړه بي پروایي نه وي کړي نو خپل وظیفوي مکلفیت یي سم نه دی په ځای کړی.

د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان د رییس په توګه قزاقستان، د قرغزستان په کورنیو شخړو کې د بهرنیو مداخلو یادونه کوله او له دې هیواد سره یې خپله پوله وتړله.

د قزاقستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عسکر عبدالرحمانوف په عین حال کې د قرغزستان په شخړوکې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان له ونډې دفاع وکړه او وایي، د شخړو په وړاندې یي په وخت عمل کړی او د ستونزو په اړه یې له نړیوالو سازمانونو سره له نږدي همکاري کړې ده.

تر کومه ځایه چې د قرغزستان د حالاتو مسله مطرح کیږي، څرګنده ده چې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان کې د قزاقستان غړیتوب تر ازمیښت لاندې راځي.

دا حالت لا هم دوام لري او زیاتې پوښتنې هم شته. خو د یادونې وړ بولو چې ، د قرغزستان د بحران د پیل له وخته، د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان لومړنی سازمان و چې په دې هیواد کې د ثبات په کار کې یي برخه اخیستي ده.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، عبدالرحمانوف دغه راز وایي، هیواد یي د قرغزستان د پخواني جمهور رییس قرمانبیک باقییف په ایستلو کې مهمه ونډه اخیستي او پدي کار سره یي په قرغزستان کې د زیاتو وینو توئیدو مخه ونیوله. باقییف دا مهال په بیله روس کی د تبعید ژوند کوي.

خو یو شمېر څیړونکی بیا وایي، د قزاقستان په څير د سېمې دیکتاتورو رژیمونو له قرغزستان سره ددي لپاره مرسته کړي چی بیره ورسره ده د هغه هیواد شخړې دوي ته پراخې نشي.

په بیشکیک کې یو څیړونکی او ژورنالیست کوبان عبدي یمین هم په همدې نظر دی او وایي:

په قرغزستان کې وروستیو تحولاتو ، ازبکستان، قزاقستان او روسیه اړ کړل چې مسلې ته جدې پام وکړي. پدي توګه قزاقستان د قرغزستان د شخړو په وړاندي ، د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان د رییس په ځاي، د روسیې د یوه متحد په توګه عمل کړیدی.

هغه مهال چې د قرغزستان جمهور رییس باقیف له واکه لرې کړاي شو د قزاقستان جمهور رییس نور سلطان نظر بایف سمدستي له دي هیواد سره خپله پوله وتړله . پدي کار سره د دواړو هیوادونو تر منځ د سوداګرۍ فعالیتونه بند شول او دغه راز، قزاقستان ته له شخړو څخه د تښتیدونکو قرغزیانو مخه هم ونیوله شوه.
XS
SM
MD
LG