د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۲

د ځوانانو لپاره ځانګړې خپرونه


هوا توده ده او په باغونو او ميله ځايونو كې د شنو ونو تر سيوري لاندې د ميلو او چكر وخت نو په دې تاندې څانګې كې تاسو د افغانستان هغه يوازينى ميله ځاى ته بيايو چې ميله چيان يي يوازې د شنو سيورو لاندې ميلې نه بلكې د بېلا بېلو ځناورو، مرغانو او كبانو ننداره هم كوي.

د كابل ژوبڼ يادوم………

ژوبڼ هغه ځاى ته ويل كېږي، چې بېلابېل ځناور، الوتونكي او نور ژوي د خلكو د نندارې او علمي څېړنو لپاره ساتل كېږي.

لومړى ځل درې زره كاله مخكې د چين امپراتور خپلې ماڼۍ ته نژدې نننيو ژوبڼونو ته ورته ګڼ ژوي راټول كړي وو، خو د عامو خلكو د نندارې لپاره ژوبڼونه له نن څخه اته پېړۍ مخكې په اروپا كې جوړ شول.

نن سبا د دنيا تر ټولو لوى ژوبڼ چې له زرو ډولونو زيات ژوي په كې ساتل كېږي د امريكا په كاليفرنيا كې د سانتياګو ژوبڼ دى.

د افغانستان يوازينى ژوبڼ د كابل په دهمزنګ كې د اسمايي او شېر دروازې د غرونو تر منځ جوړ دى، دا هغه يوازينى ميله ځاى دى چې د ښې هوا او شنه طبيعت تر څنګ بېلابېل ژوي هم نندارې ته په كې ساتل شوي.

د كابل ژوبڼ په ۱۳۴۶لمريز كال كې په دري پنځوس جريبه مځكه كې ودان شوى، په دغه ژوبڼ كې تر شل كاله مخكې دو نوي ډوله ژوي چې شمېر يې اووه سوو ته رسېده موجود وو خو د جګړو په كلونو كې پرته له يوه زاړه، ړانده زمري چې مرجان نومېده او څو بيزوګانو نور څه په كې پاتې نه شول.

په دې وروستيو كلونو كې يوځل بيا د كابل ژوبڼ رغولو ته پام وشو، ۴۲ ډوله بېلابېل ځناور، اهلي حيوانات، الوتونكي او خزندې چې شمېر يې شاوخوا درې سوو ته رسېږي راوړل شوي او دادى هره ورځ ګڼ خلك په تېره ځوانان د ميلې او په لويو قفسونو كې د ايسارو ژويو ليدنې ته ورځي.

په كابل ژوبڼ كې هوسۍ، لېوان ، بيزوګان، ايږې، يوه جوړه زمري، طاووسان، شكوڼ،شيشګي يا ځيږګي، خزندې او ګڼ نور ژوي شته چې ډېرو كسانو نه دي ليدلي، په هر قفس په پښتو او دري ژبه د ايسار ژوي په اړه لنډ معلومات ليكل شوي تر څو خلك د تفريح او ميلې تر څنګ د ژوېو په اړه معلومات هم تر لاسه كړي، خو د كابل ژوبڼ امر عزيز ګل ثاقب وايي چې ځينې نندارچيان په تېره ځوانان د ژوېو تر نندارې او د هغوى په اړه تر معلوماتو زيات د ژوېو له ځورونې خوند اخلي.

په كابل ژوبڼ كې يوه بيله سرپټې برخه د خزندو او كبانو ده، دلته څو ماران او بچي يې په يو ډول شيشه يي قوطيو كې چې لاندې ورته خاوره اچول شوې نندارې ته ايښودل شوي، دغه راز ديوالونو ته يو ډول له اوبو ډك ويترينونه درول شوي چې غټ او واړه، ښكلي او رنګين كبان په كې ښكته پورته كېږي.

د كابل ژوبن د انګړ په يوه برخه كې چې شنو جګو ونو را چاپېره كړې د ځوانانو د مستۍ او ساعتيرۍ لپاره ډولۍ او كشتۍ ايښودل شوي چې زړور ځوانان ور پورته كېږي او چرخكې په كې وهي.

د كابل ژوبڼ امرعزيز ګل ثاقب وايي، پلان دى تر راتلونكې يو كال پورې د كابل ژوبن د ارتل او ګذرګاه تر پلونو لوى كړي، ثاقب وايي چې كابل ژوبڼ د سازاك يا د اسيايي ژوبڼونو د سازمان غړيتوب لري چې د همدې سازمان په مرسته غواړي د ژويو شمېرهم تر دې زيات كړي.

ثاقب زياتوي چې دوى د ژوېو په اړه د ځوانانو د معلوماتو د زياتولو لپاره يوه برخه لري چې د ښوونځيو زده كوونكې راغواړي او د ژوېو په اړه معلومات وركوي.

تاندې څانګې خپرونه چې په كابل كې يې لينا شريفي برابروي هره شنبې او دوشنبې خپرېږي.

ددې پروګرام د اورېدو لپاره دلته كيكاږئ!

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG