د افغانستان پر وخت د شپې پر يوولسو بجو به د چيلي او هسپانيا او وروستۍ لوبه د سويس او هندوراس د ټيمونو ترمنځ وشي.
پرون سلواکيا د ايټاليا، پاراګوې د نوي زيلاند، ډنمارک د جاپان او هالنډ د کامرون په وړاندې لوبه وکړه.
په دغو لوبو کې سلواک جمهوريت د ايټاليا ټيم ته درې د دوو په مقابل کې ماتې ورکړه، د پراګوې او نوي زيلاند ترمنځ لوبه صفر د صفر په مقابل کې پايته ورسېده. چې په دې ډول د سلواکيا او پاراګوې ټيمونو د شپاړسو غوره ټيمونو د لوبو چانس پيدا کړ.
د ايټاليا او نوي زيلاند له ټيمونو سره بخت ياري ونه کړه دغه ټيمونه د دغه نړيوال کپ له نورو لوبو څخه محروم شول.
په بله لوبه کې چې د ډنمارک او جاپان ترمنح وشوه، جاپان ډنمارک ته درې د يو په مقابل کې ماته ورکړه.
د پرون وروستۍ لوبه د کامرون او هالنډ ټيمونو ترمنځ وه، چې لوبه هالنډ دوه د يو په مقابل کې له کامرون څخه وګټله. چې په دې توګه د جاپان او هالنډ ټيمونه د لوبې بل پړاو ته ووتل.
خو د ډنمارک او کامرون له لوبډلو سره بخت ياري ونه کړه او له نورو لوبو څخه محروم شول.