د امریکا او روسیې ولسمشرانو بارک اوباما او دیمیتري مېدوېدېف پرون وویل چې دوی وکولای شوای د دواړو هېوادو ترمینځ اړیکي، یوه سم لوري ته بوزي.
دواړه مشران په سپینه ماڼۍ کې له کتنې او د امنیتي، اقتصادي او د نورو مسایلو په اړه له بحثونو وروسته ناڅاپه د همبرګر یوه سیمه ایز رستوران ته ولاړل او په ګډه یې ډوډۍ وخوړه.
مېدوېدېف واشنګټن ته خپل سفر د جون په ۲۲ مه نېټه پیل کړ، دوه ورځې یې په کلیفورنیا کې تېرې کړې او هلته یې د تکنالوژۍ له کارپوهانو سره وکتل.
د امریکا او روسیې ولسمشرانو پرون ماسپښین په یوه ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې ددواړو هېوادونو ترمینځ د اټومي وسلو د کمولو د تړون پر لاسلیک او د ایران پرضد د نویو بندیزونو د لګولو په برخو کې همکارۍ ته اشاره وکړه.
مېدوېدېف وویل چې دا هڅې د سولې په ټینګولو کې اغېزمنې دي:
"موږ په دې وروستیو کې د هېوادونو ترمینځ د ډاډمنې فضا دراوستو په برخه کې اغېزمن ګامونه اوچت کړل او په خپلو اړیکو کې مو یو مظبوط چوکاټ رامینځ ته کړ. زه ویلای شم چې موږ خپله نړۍ تر یوې اندازې پورې مصوونه کړې ده."
د روسیې ولسمشر امریکا ته د دې سفر په ترڅ کې خپل هېواد ته یو د پام وړ بریالیتوب هم درلود، ځکه ولسمشر اوباما په نړیوال تجارتي سازمان کې د روسیې د غړیتوب ملاتړ اعلان کړ. دا هغه څه و چې له ډېرو کلونو راهیسې یې روسیې هیله لرله.
د امریکا ولسمشر وویل چې له دې سره به روسیه په نړیوال اقتصاد کې ډېره دخیله وي. ښاغلی اوباما تر دې هم یو ګام وړاندې ولاړ او د روسیې له ولسمشر سره یې ژمنه وکړه چې امریکا به د یوه بریالي نړیوال اقتصاد د رامینځ ته کولو په مقصد له روسیې سره مرسته وکړي چې پانګوال هلته په ډېرې خوښۍ پانګونې وکړي:
"ښاغلی ولسمشر، متحد ایالات د شفافیت، حساب ورکولو او د قانون د حاکمیت په برخو کې چې ستاسو په ټولو اقتصادي شبکو کې د نوښت راوستو لپاره په کار دي، ستاسو له حرکت سره همکار وي."
ولسمشر اوباما وویل، دواړو هېوادونو موافقه وکړه چې د معلوماتو د تبادلې په ګډون له تروریزم پرضد د مبارزې په چاره کې همکاري به پراخه کړي.
دواړو خواوو تایید کړه چې د ګرجستان په برخه کې د دوی اختلافات لاهم پرځای پاتې دي. ګرجستان په ۲۰۰۸ کال کې له روسیې سره لنډه جګړه وکړه او ددې هېواد د دوو بېلتون غوښتونکو جمهوریتونوـ جنوبي اوسیتیا او ابخازیا په برخه کې د مسکو او تبلیسي ترمینځ لانجه اوس هم دوام لري.
اوباما وویل چې په دې اړه دوی سپینې خبرې وکړې.
دواړو مشرانو د قرغیزستان د روان کړکېچ په اړه هم خبرې وکړې، او شاغلي مېدوېدېف د پخواني شوروي د دې جمهوریت پر وضعیت اندېښنه وښوده.
د اوباما او مېدوېف ترمینځ د نورو موافقه په لړ کې یوه داهم وه چې امریکا به روسیې ته دچرګانو د غوښې صدور بیا پیلوي. روسیه د امریکا د چرګانو د غوښې له مهمو خریدارانو څخه وه خو د روان کال په پیل کې یې د امریکا د غوښې پر صادراتو بندیز ولګاوه، ځکه د روسي چارواکو په وینا امریکايي کمپنۍ د غوښې په پاکولو کې له کلورین څخه کار اخلي او دا د روسیې له صحي قوانینو سره په تضاد کې ده.
کله چې دواړه ولسمشران د همبرګر له رستوران څخه د سپینې ماڼۍ خواته روان شول، اوباما مېدوېدېف ته وویل، د غرمې ډوډۍ مو که څه هم ډېره صحي نه وه، خو خوندوره وه او تاسو به ښايي امریکايي روحیه پکې احساس کړې وي.