د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۹

ستانكزى:د بهرني كاركونكو په ايستلو به د افغانانو په وړاندې د ملګرو ملتونو اعتبارلا زيانمن شي


د سياسي چارو كار پوه استاد نصرالله ستانكزى
د سياسي چارو كار پوه استاد نصرالله ستانكزى
ځينې افغان كار پوهان د ملګرو ملتونو په پريكړې انتقاد كوي چې وايي، له افغانستانه به خپل يو شمېر بهرني كاركوونكي وباسي.

د سياسي چارو كار پوه استاد نصرالله ستانكزى په دې باور دى، چې په دې سره به د افغانانو په وړاندې د ملګرو ملتونو اعتبار لا ډير زيانمن شي.

ملګرو ملتونو ويلي، چې خپل دغه كاركوونكي په موقته توګه د روانو امنيتي ستونزو له امله له افغانستانه بهر وباسي.

دا پريكړه وروسته له هغې وشوه، چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانكي مون د يوه راپور په خپرولو سره د افغانستان امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ وباله او ويې ويل، چې په دې برخه كې پرمختګ نه دى شوى.

زموږ همكار احمد زبير ژمن له ښاغلي ستانكزي سره د ملګرو ملتونو ددغه اقدام په اړه غږيدلى.

ددې مركې د اورېدو لپاره دلته كيكاږئ!
XS
SM
MD
LG