د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

د ننګرهار سوداګر هوايي ډګر غواړي


د ننګرهار ولايت سوداګر د دغه ولايت له غېر فعال هوايي ډګر نه سرټکوي. دوى وايي: دا ميدان نړۍ والو ځواکونو يوازې د ځان لپاره ځانګړى کړى او د دوى هوايي سوداګري په ټپه ولاړه ده.

د ننګرهار ولايت سوداګر د دغه ولايت له غېر فعال هوايي ډګر نه سرټکوي. دوى وايي:

دا ميدان نړۍ والو ځواکونو يوازې د ځان لپاره ځانګړى کړى او د دوى هوايي سوداګري په ټپه ولاړه ده.

په ننګرهار کې د سوداګرۍ د نړۍ وال اتاق پخواني مشر سوداګر ډاکټر مخلص احمد د دوشنبې په ورځ وويل:

موږ څو څو ځلي چار واکو ته ويلي، چې زموږ د هوايي ډګر غم وکړي. پخوانى ډګر امريکايانو نيولى سوداګرو ته د دوى د مالونو د انتقال اجازه نشته، موږ په داسې حال کې چې وارداتو ته اړتيا لرو صادرات مو ټر ټولو مهم دى؛ ځکه تازه ميوې چې د هوايي چلن له لارې بهر ته صادرې نه شي خرابېږي، چې له امله يې سوداګر له درنو تاوانونو سره مخ دي.

تر امريکايانو پخوا به مو کله کله له دوبۍ نه مالونه راوړل اوس د دوى په راتلو سره هغه هم بند شوي، له چارواکو نه يو ځل بيا غواړو په هره توګه چې وي د موږ دا مشکل دې حل کړي.

د ننګرهار د ګمرک رئيس احسان الله کامه وال وويل: د ملکي پروازونو په وړاندې د هوايي ډګر تړل د حکومت ګمرکي عوايدو ته د پاملرنې وړ زيان اړولى ده وويل:

که چېرې هوايي ډګر د سوداګرو په اختيار کې ورکړل شي د ننګرهار ګمرک به له يو تر دوه ميليارده افغانيو پورې اضافي عوايد راټول کړي، چې ورسره به بې روزګاره خلکوته کار هم وموندل شي، له موږ سره ننګرهار والي ګل اغا شېرزي او د ماليې وزير ډاکتر عمر زاخېلوال ژمنه کړې؛ خو لا عملي شوې نه ده، هيله ده چې عملي يې کړي.

د افغانستان د هوايي چلن او ټرانسپورټ وزارت د انساني سرچينو د چارو مشر عبدالوکيل صديقي وويل، دوى غواړي په دې اړه سروې وکړي، چې دا ستونزه د يو بل ملکي هوايي ډګر په جوړولو حل کړي. ده وويل:

همدا اوس د زاړه هوايي ډګر تر شا د چپر هار په دښتو کې سروې روانه ده او موږ هيله من يوو چې دسروې په بشپړېدو د يوه نوي ملکي هوايي ډګر د جوړېدو کار پيل شي؛ خو د هوايي ډګر جوړېدل ډېر وخت ته ضرورت لري هيله ده چې يو وخت موږ همدغسې يو ډګر ولرو.

افغانستان ته د نړۍ والو ځواکونو تر راتلو وروسته ننګرهار هوايي ډګر امريکايي ځواکونه يوازې د پوځي چارو لپاره کاروي چې ملکي چلن ته اجازه نه ورکوي، د غه ځواکونو د خلکو او سوداګرو د غوښتنو په اړه له خبرو کولو ډډه کړې ده.

محمد داود وفا
XS
SM
MD
LG