د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۲:۲۴

م.م: قرغزستان د خوراکي موادو له کمښت سره مخ دی


بان کي مون په نړېوالو هېوادونو غږ کړی، چې له قرغزستان سره دې مرسته وکړي.
دی وایي، په زرګونو نور خلک هڅه کوي، چې له قرغزستان څخه وتښتي.

د چور او چپاول او د موادو د نه موجودیت له امله د خوراکي موادو، اوبو او برېښنا سخت کمښت رامنځ ته شوی دی.

بان کی مون وویل:

"په ستونزمنو سيمو کې د لوټ، د موادو د نه موجویت او په ګرځېدو باندې د بندیزونو له امله، د خوراکي موادو، اوبو او برېښنا سخت کمښت دی.

په روغتونونو او نورو ارګانونو کې طبي مواد مخ په خلاصېدو دى."

د ملګرو ملتونو عمومي منشي وایي، په قرغزستان کې د نظم د ټنیګښت، د مرګ ژوبلې د مخنیوي او د بشری مرستو د تنظیم د لارو چارو په اړه یې د قرغزستان د موقت حکومت له مشرې روزا او تنبایوا، د ازبکستان له ولسمشر اسلام کریموف او نورو مشرانو سره خبرې کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د انسجام د دفتر مشرجان هولمز وایي، په غوښتل شوېو ۷۱ میلونو ډالرو به له شاوخوا یو میلون زیانمن شویو خلکو سره مرستې وشي.

دی وایي، د قرغزستان په جنوب کې د شخړو په شدت یې ټکان خوړلی.

د ده په وینا، په شخړوکې زیاته مرګ ژوبله شوې، کورونه سوځول شوي، په خلکو جنسي تېری شوی، دولتي، تجارتي او شخصي شتمنۍ لوټ شوي او تاسیسات له منځه وړل شوی دي.
XS
SM
MD
LG