د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ چنګاښ ۱۴۰۰ کابل ۰۹:۰۴

هيلري:امريكا په افغانستان كې پرمختګ ته ليواله دى


د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلېنټن

په روانې میاشت کې په افغانستان کې د امریکایي اوناټوسرتېرو مرګ ژوبله ډېره شوي، خوامریکایي چارواکي په دې هېواد کې پرمختګ او ثبات ته لیواله دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلېنټن د جمعې په ورځ د افغانستان د پرمختګ په اړه خبرې وکړې.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن وویل، د افغانستان حکومت او نړېواله ټولنه د افغانستان د ثبات په کارکې د پرمختګ په حال کې دي.

هیلري کلينټن په واشنګټن کې د ډنمارک د بهرنیو چارو له وزیرې لین ایسپيرسن سره په ګډ خبرې کانفرنس وویل، موږ فکر کوو چې په افغانستان کې پرمحتګ کوو او په دې هم پوهیږو چې دا یو ډېر سخت کار دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې دغه راز وویل، د افغانستان په پوځ او پولیسوکې اصلاحات راغلي دي.

هیلري کلينټن د افغانستان د حکومت په اړه وویل، موږ د افغانستان د حکومت د بدلونونو نورو نتیجو ته هم سترګې په لار یو.

دا به هم له انصافه لېرې وي، چې ووایو، موږ د افغانستان د حکومت د کارونو مثبتې لاسته راوړنې نه دي لیدلي.

زیاتې مثبتې نښې نښانې تر سترګو کیږي، د مثال په ډول د افغانستان د معارف، روغتیا، د حکومت د ظرفیتونو، زراعت اواقتصادي ودې په برخو کې زیات پرمختګونه شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې وویل، د افغانستان داستان تراوسه نه دی لیکل شوی.

دې زیاته کړه د جولاى په شلمه به کابل ته لاړه شي او په هغه نړېوال کانفرنس کې به ګډون وکړي چې د تېرې جنورۍ میاشت کې د لندن په کانفرنس کې د شوېو ژمنو د تعقیبولو په مقصد جوړیږي.
XS
SM
MD
LG