د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۹

نور: د نوماندو د نومونو لیست د پچې اچونوې له مخې جوړیږي


د ټاکنو د کمیسیون ویاند نور محمد نور
د ټاکنو د کمیسیون ویاند نور محمد نور
د افغانستان د ټاکنو د کمیسیون ویاند نور محمد نور وايي، چې سبا به ولسي جرګې ته د کاندیدانو د نومو لیست ترتیب په د پچې اچونې له مخې جوړیږي، چې د دې لپاره مو رسنیو، مدني ټولنو، هغه حزبونه چې د عدلیې په وزارت کې ثبت او راجستر دي، ځیني مشاهدین او په افغانستان کې د بهرنیو هېوادو د سفارتونو استازي رابللي، ترڅو دا بهیر د دوی پر وړاندې په شفافه توګه ترسره شي.

دا څرګندونې ښاغلي نور له ازادي راډیو سره په یوې ځانګړې مرکه کې وکړې او زیاته یې کړه، چې وروستی لیست به د چنګاس یا سرطان په لومړۍ نېټه اعلان شي او د چنګاښ یا سرطان په دویمه به د کاندیدانو کمپاینونه پیلیږي، چې د وږي یا سنبلې تر ۲۵ به دوام وکړي.

د امنیت په اړه ښاغلي نور وویل، چې له امنیتي ارګانونو سره د ټاکنو لپاره محلاتو لیست یې شریک کړی او هغوی په ډېر ژر ورته دا معلومات ورکړي، چې په کومو سیمو کې امنیت ټینګولای شي او په کومو سیمو کې نه.
XS
SM
MD
LG