د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۳

په قرغزستان کې ازبکان له بشري ناورین سره مخ دي


د قرغیزستان په جنوب کې د قومي شخړو له وجې زرګونه بې ځایه شوې کورنۍ چې له ازبکستان سره د دې هېواد سرحد ته نژدې را ټول شوې دي، له یوه بشري ناورین سره مخامخ دي.

د ازبکستان په خاوره کې دننه چې له بې ځایه شویو کورنیو سره د مرستې عملیات پیل شوي دي هم دې هېواد ته په تېره یوه اونۍ کې له قرغیزستانه د څه باندې سل زره کډوالو له رسېدو وروسته وضعیت خراب دی. خو د هغو څلورو مېرمنو له نظره چې د تاوتریخوالي له وېرې د اوش په نوم د قرغیزستان په جنوبي ښار کې په یوه تاکوۍ کې پټې شوې دي، هغه کډوال چې ازبکستان ته رسېدلي، بختور دي.

په داسې حال کې چې د قرغیزستان په جنوب کې د قومي شخړو له پراخېدو څو ورځې تېرېږي نګاره او درې نورې ازبکانې ملګرې یې په اوش ښار کې د خپلې یوې قرغیزې ملګرې د کور تاکوۍ پټې دي.

دوی د شپې خوب ونکړ ځکه شاوخوا د چاودنو او ماشینګڼو غږونه وو. دې ځوانو مېرمنو دآزادۍ راډیوازبکي څانګې ته وویل چې حتی د ډوډۍ د راوړلو لپاره هم بهر ته له تلو څخه ډارېږي.

د نګاره ملګرو مېرمنو چې نه غوښتل نومونه یې څرګند شي تېرکال د حکومت له خوا د افراطي مسلمانانو د ځپلو له عملیاتو وروسته په ازبکستان کې خپل کورونه پرېښودل خواوس دوی غواړي چې بېرته خپل هېواد ته ستنې شي.

نګاره وايي چې نه د ازبکستان سفارت او نه ملګري ملتونه، یوهم له دوی سره مرسته نشي کولای.

نګاره وايي، د دوی ډېره وېره د قرغیزستان له دولتي سرتېرو څخه ده چې په ټلفوني خبرو کې یې په ډېره ګرانه بیه له دوی سره د مرستې ژمنه وکړه:

((سرحد ته زموږ د خوندي رسولو لپاره دوی دوه زره ډالر غوښتل. د لوړې بیې لپاره د دوی دلیل دا و چې موږ ټولې ښځې و، ځکه له دې مخکې پر ټولو ازبکو نجونو جنسي تېری شوی و. دوی ویل، د دې پيسو په بدل کې ضمانت کوي چې موږ به څوک نه وژني او جنسي تېری به نه راباندې کوي او خوندي به موسرحد ته رسوي.))

د آزادۍ راډیو یوبل خبریال حکیم جان حسنوف د اوش ښار په مرکز کې له ګڼ شمېر ازبکانو سره چې په ورته حالت کې دي او غواړي د ازبکستان مصوونو سرحدي سیمو ته لار وباسي. په دې کې هغه ډله هم وه چې له سیمه ایزو دولتي چارواکو څخه یې مرسته غوښتله:

((دوی دوه بسونه راواستول چې د قرغیزستان په پوځي یونیفورم کې سپاره کسان پکې وو. دوی وویل چې دا خلک به سرحدي سیمې ته ورسوي، خو شرط یې دا و چې یوازې ښځې، ماشومان او زخمیان به بیایي. خو دوی یې د سرحد پرځای اوش ته نژدې د کرمان جان په نوم کلي ته بوتلل او ټول یې په یوه ودانۍ کې واچول او د برمته وو په څېر یې وساتل.))

د حسنوف د راپور له مخې دې ازبک نارینه وو ته ویل شوي چې د خپلو ښځو او ماشومانو د خلاصون لپاره باید زرګونه ډالر ورکړي. د حسنوف په وینا داله هغو لسګونو داستانونو څخه یو دی چې دی یې د قرغیزستان په جنوب کې د ناآرامیو له پیل وروسته اوري.

د قرغیزستان د رسمي ارقامو له مخې د قرغیزستان په جنوب کې د تاوتریخوالي په وروستیو پېښو کې تراوسه یوسل او اتیا کسان وژل شوي او له دووزه ټپیان دي. خو د روغتیا وزارت وايي چې د تلفاتو شمېره ښايي تر دې زیاته وي ځکه چې ډېرشمېر خلک د چارواکو له خبرولو پرته خپل مړي ښخوي.

د دوشنبې په ورځ له بهره کډوالو ته په مرستو بار لومړنۍ الوتکه د ازبکستان په اندي جان ښار کې کوزه شوه. د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د مرستو په الوتکه کې پر نورو وسایلو سربېره اته سوه خیمې هم شاملې وې.
XS
SM
MD
LG