د امریکا د دفاع وزیر رابرت ګیټس وایي، امریکایي ځواکونه به په افغانستان کې سختې او اوږدې جګړې په مخ کې ولري او روان دوبي کې به د امریکایي ځواکونو د تلفاتو رقم زیات وي.
خو ګيټس د کانګرس غړېو ته چې د دغې جګړې له پر مختګ څخه راضي نه دی ډاډ ورکوي، چې د افغانستان په اړه د امریکا نوی ستراتیژې دغه جګړه سم مسیرته برابره کړې ده.
رابرت ګیټس او د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز ادمیرال مایک مولن پرون یوه ورځ وروسته تردې د کانګرس یوې کمېټې ته د افغانستان د جګړې په اړه د توضیحاتو لپاره غوښتل شوی وو، چې د پالیسې په چارو کې د دفاع وزارت مرستیالې میشل فلوروني او د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشرجنرال ډویډ پټرویس د کانګرس د وسله والو خدماتو کمېټې ته په خبرو کې وویل:
چې که څه هم په افغانستان کې په وروستیو کې د بهرنیو ځواکونو تلفات زیات شوی، خو د وسله والو طالبانو پر ضد جګړه پرسم لوري پر مخ ځي او د جګړې ابتکار نړېوال ځواکونه په لاس کې اخلي.
د امریکا دفاع وزیر رابرت ګېټس د امریکا د مشرانو جرګې د تدارکاتو کمېټې ته وویل، چې موږ پر مخ روان یو، د نوې ستراتیژۍ یوازې څلور میاشتې وځي او له بلې خوا ټول دېرش زره اضافي سرتېري لا افغانستان ته نه دي رسېدلي.
هغه وویل، د پر مختګونو په اړه قضاوت هره اونۍ نه شي کېدای بلکه دا یوه اوږده پروسه ده او صبر، حوصله ورته په کار ده.
ده همدا راز وویل، سره له دې چې زموږ د عسکرو مرګ ژوبله یو ناورین دی، خو امریکايي ځواکونه به نور تلفات هم ورکړي په تېره بیا کله چې امریکايي پوځیان د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو ته پر مختګ کوي.
جمهوری غوښتونکی سناتور جان مک کین د سې شنبې په ورځ ویلي وو، چې دی د افغانستان د جګړې په اړه ډیر اندېښمن دی ځکه دغه جګړه سمه پر مخ نه ځي، هغه خبرداری ورکړی وو، چې ممکن د افغانستان هلې ځلې په بحران بدلې شي.
ګېټس د امریکا د مشرانو جرګې د تدارکاتو کمېټې ته د افغان ولسمشر په باب د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چی دی پر ولسمشر کرزي اعتماد لري او زیاته یي کړه د ده په باور کرزی د شخړې په برخه کې خپل مسوولیت ادا کوي.
ګېټس د دې پوښتنې په ځواب کې چې په مارجې کې یې تر اوسه پورې امنیت نه دی راوستی، وویل دا خبره سمه ده خو د توقع خلاف په دې ښارګوټي کې د افغان ملکي ادارې او د امنیتي ځواکونو پر ځای پرځای کولو زیات وخت ته اړتیا وه.
د امریکا لوی درستیز اډمیرال مایک مولن، چې په دی استماعیه غونډه کې یي برخه لرله د مارجې په باب وویل، چې سمه ده هلته پرمختګ ورو دی مګر ثابت دی.
مایک مولن وویل، په کندهارکې د امن راوستو په هدف پر کېدونکو هلوځلو رضایت څرګند کړ، خو ویي ویل د ده په باوردا عملیات به نه اسانه او نه هم بې وینې تویېدو وي.
په همدې حال کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سټينلي مک کرېسټل ویلي، چې د کندهار عملیات به ترهغه څه چې دوی مخکې اټکل کاوه زیات وخت ونیسی.