په افغانستان کې پرون په جلا پیښو کې د ناټو پنځه سرتیري ووژل شول. په عین حال کې په شخړو کې د یوه ولسوال په شمول د پنځوافغان پولیسو او یوشمېر وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.
د ناټو د پنځو سرتیرو په وژل کېدو سره د جون میاشت په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو لپاره په روانه جګړه کې چې له پیله یې نهم کاله وځي ترټولو خونړۍ میاشته بلل شوې ده.
په داسې حال کې چې په وروستیو کې وسله والو مخالفانو د بهرنیو ځواکونو د پراخو عملیاتو په عکس العمل کې خپلو فعالیتونو ته زور ورکړی، امریکایي چارواکي ټینګار کوي، چې دغه جګړه پرسم لوري پرمخ ځي. خو له دې سره سره دوی دا منلې چې د افغانستان په جنوب کې د وسله والو مخالفانو د پراخو فعالیتونو مخنیوی د تمې خلاف ډیر وخت ته اړتیا لري.
د ناټو ځواکونو ته پرون په اوښتو تلفاتو کې یو امریکایی، یو پولنډی او درې بریتانوي سرتیري شامل دي.
د بریتانیا د دفاع وزارت تایید کړې، چې بریتانوي په هلمند کې وژل شوی دي. امریکایي سرتیري د افغانستان په ختیځ کې په وسله واله نښته کې وژل شوي او پولنډي سرتیری هم په غزنی ولایت کې د یوه راکټی برید په ترڅ کې وژل شوی دی.
د دغو سرتیرو په وژل کېدو سره د بهرنیو ځواکونو د تلفاتو شمېر یواځی په روانه میاشت کې ۴۴ تنو ته ورسید. ۲۷ یې امریکایي سرتیري ښودل شوي دي.
تیر۲۰۰۹ کال د جولای میاشت کې، چې امریکایي او بریتانوي ځواکونو د افغانستان په جنوب کې د وسله والو مخالفانو پرضد پراخ عملیات ترسره کړل، د بهرنیوځواکونو د تلفاتو شمېر ۷۵ تنو ته رسیدلی و. دا میاشت بهرنیو ځواکونو ته ترټولو خونړۍ میاشت بلل شوې وه.
پرون دغه راز د ناامنیو په پېښو کې د کندهار د ارغنداب ولسوال او په نیمروز ولایت کې پنځه افغان پولیس ووژل شول.
په افغانستان کې د شخړو له زیاتیدو سره سره امریکایي چارواکي ادعا کوي، چې د وسله والو مخالفانو پرضد ستراتیژي موثره ده او حتی د افغانستان په جنوب کې یې، چې د وسله والو طالبانو لنګر دروند دی، هغوی کمزوري کړي دي.
د امریکا د دفاع وزارت د پالیسي مرستیالې میشیل فلورنوې پرون د کانګرس د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې په استماعیه غونډه کې وویل، چی موږ ورو ورو د جګړې ابتکار په لاس کې اخلو او وسله وال طالبان هم له زوره لویږي.
میرمن فلورنوی د افغانستان په جنوب کې د وسله والو طالبانو د حملو زیاتوالی ته په اشاره وویل، چې دغو حملو د سیمه ییزې سمې ادارې د جوړولو هڅې ټکنۍ کړي دي.
هغې وویل، د فبروري په میاشت کې د طالبانو پیچلې حملې اوج ته رسیدلي خو له هغه راوروسته دا سې ښکاري، چې د طالبانو عملیاتي توان کمزوری شوی دی.
جنرال ډېوېډ پیترایوس، چې د امریکا د مرکزي قوماندۍ د مشر په توګه د افغانستان جګړه څاري، هم د کانګرس د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې په استماعیه غونډه کې حاضر و.
نوموړي پرون وروسته له دې چې د امریکا د کانګریس جګپوړو مقاماتو د افغانستان د جګړې په باب د ولسمشربارک اوباما پرستراتیژۍ ژوره اندېښنه ښکاره کړه، د کانګرس د غړیو د پوښتنوپه وخت بې هوشه شو.
یوه سناتور د پېټرایوس ضعف یا بې سدي د ډار شېبه وبلله. پیټرایوس لوی مېز ته ولاړ وو او د سناتورانو پوښتنو ته یې ځوابونه ویل، چې د بې هوشۍ څپه پرې راغله. هغه له تالاره یوې خونې ته یووړل شو او پوځي ډاکترانو معاینه کړ.
پیټرایوس وروسته وویل، چې سهارنۍ یې نه وه خوړلې او اوبه یې کمې څښلې وې ځکه بې هوشه شو.
ده په په ټوکو وویل، چې د سناتورجان مکین د سختو پوښتنو په خاطر یې ضعف نه دی کړی. مکین د غونډې مشري کوله. ده د اوباما ترحکومت مخکې پیټرایوس اتل بللی و، خو په عین حال کې یې خبرداری ورکړی، چې ممکن د افغانستان هلې ځلې په بحران بدلې شي.
جمهوري غوښتونکي جان مکین، چې افغانستان ته د اضافي ځواکونو د استولو لپاره یې د بارک اوباما د پرېکړې ملاتړ کړی، وویل:
"زه په افغانستان کې د خپلو هلوځلو په وړاندې ژوره اندېښنه لرم. ډېرې نښې نښانې داسې ښکاره وې چې حالات په سم لور روان نه وي."
مکین له ولسمشربارک اوباما څخه وغوښتل، چې د ۲۰۱۱ کال په جولای کې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په باب پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي ځکه چې دا پرېکړه له حقایقو سره سمون نه خوري او داسې نه ښکاري، چې د افغانستان حالات دې ترهغه وخته بهتره شي.