د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۰۵

په ننګرهار کې ٥٢ بابه ښوونځي وتړل شول


په جلال اباد کې د ۵۲ ښوونځیو زده کوونکي د ښوونکو د اعتصاب له امله له زده کړې بې برخې شول
په جلال اباد کې د ۵۲ ښوونځیو زده کوونکي د ښوونکو د اعتصاب له امله له زده کړې بې برخې شول

د ننګرهار ولايت د خوګياڼو ولسوالۍ ښوونکو خپل ٥٢ بابه ښونځي تړلي او اعتصاب يې کړى. دوى وايي، د ولسمشر په فرمان ورته په سيمه کې دکور جوړولو لپاره د ځمکو نومرې ورکړل شوي؛ خو غاصبانو نيولي او چې ترڅو د دوى حقوق ورنه کړي؛ ښوونځي به بندوي.

ښوونکو له سيمې نه ازادي راډيو ته وويل، په خپله ولسمشر د خوګياڼيو د ښوونکو د ځمکو نقشه تاييد او امضا کړې او امر يې کړې چې ځمکې ور ووېشئ.

د معارف وزارت او ننګرهار ولايت مقام ورته هيات هم تعين کړى د نمرو ويش پيل شو؛ خو غاصبان راپاڅېدل او زموږ په نومرو کې يې خېمې ووهلې، چارواکي ورته ګوري او زموږ غږ بېخي نه اوري يوکال وواته؛ خو هېچا زموږ پروا ونه کړه، موږ مجبور يو، ښوونځي بند کړو او احتجاج وکړو.

ننګرهار والي ګل اغا شېرزي وويل، سيمه ته يې هيات ور استولى چې تر ورستنېدو وروسته به داستونزه حل شي.

ده وويل: له ښوونکو سره يې له نژدې کتلي او ټولې ستونزې يې اورېدلي دهيات نتيجه چې راورسېږي نو به اجراات وکړي.

په ننګرهار ولايت کې د افغانستان دځينو نورو سيمو په څېر د دولتي ځمکو غصب زور اخيستى، د جلال اباد په ښار سربېره څلورو خواووته د زورواکانو په هڅونه او پټ ملاتړ هره ورځ لسګونه جريبه دولتي ځمکې نيول کېږي، چې حکومت پرې تراوسه چندانې غوږ نه دى ګرولى.

ځيني وايي، همدا چارواکي دي، چې خلک د ځمکو ناقانونه نيولو ته هڅوي، خو چارواکي داخبرې ردوي.

محمد داود وفا
XS
SM
MD
LG