د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۴۵

کامرون: له افغانستان او پاکستان څخه د القاعده ګواښ کم شوی


د بریتانیا صدراعظم ډېوېډ کامرون
د بریتانیا صدراعظم ډېوېډ کامرون

د بریتانیا صدارعظم ډېوېډ کامرون پرون د بریتانیا پارلمان ته افغانستان د خپل وروستي سفر په اړه په خبرو کې وویل، چې له افغانستان او پاکستان څخه د القاعده ګواښ کم شوی، خو تراوسه د بریتانیا اونورې نړۍ ځواکونو ته په افغانستان اړتیا ده. کامرون دغه راز وویل، چې په افغانستان کې د پوځي هڅو ترڅنګ باید سیاسی هلې ځلې هم پراخې شي، ځکه د ده په وینا په دې هېواد کې شخړې یواځې له پوځي لیارې نه شي ختمیدای.

د بریتانیا صدراعظم ډېډوېډ کامرون پرون وویل، چی له افغانستان او پاکستان څخه د القاعده ګواښ کم شوی، خو دغه پرمختګ تراوسه نه دی یقیني شوی او افغانستان پراخې سیاسی پروسی ته اړتیا لري.

ډېډوېډ کامرون چې د بریتانیا پارلمان ته یې افغانستان ته د وروستي سفر په اړه معالومات ورکول وویل، په افغانستان کې د بهرنیو او افغان ځواکونو او د دې هېواد د پولې اخوا د پاکستاني ځواکونو د ګډو هڅو په نتیجه کې ډیر پرمختګ رامنځته شوی دی.

هغه وویل، نن ماته وویل شول چی له افغانستان او پاکستان څخه د القاعده ګواښ کم شوی دی. خو دا هم راته وویل شول، چې که په اوس وخت کې د بریتانیا او د نورې نړۍ ځواکونه هلته حظور ونه لری، القاعده به بېرته افغانستان ته راوګرځي او بریتانیا ته به ډیر خطر متوجه شي.

ښاغلی کامرون د افغانستان د ملي اردو د پیاوړي کېدو په چارو کې د پرمختګ یادونه وکړه ویې ویل، چی د روان کال د مارچ ترمیاشتې پورې په شپږو میاشتو کې اولس زره نوي ځوانان د ملي اردو له لیکو سره یوځای شوي دي، چې دا په سلو کې شل زیاتوالی ښیي.

خو کامرون افغان پولیسو ته په اشاره وویل، چې په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو د عمومي قوماندان امریکایي جنرال سټینلي مککرېسټل د ستراتیژیک پلان تر پوښښ لاندې د دیارلسو ولایتونو له جملې په شپږو کې پولیس غیر موثر دي.

د بریتانیا صدارعظم په دې ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې له ښارونو او کلیو څخه د وسله والو طالبانو د لیرې کولو لپاره د نړیوالو ایتلافي ځواکونو د هڅو ترڅنګ دا ډيره مهمه ده، چې دا هېواد خپل امنیتي ځواکونه پیاوړي کړي.

هغه وویل، د افغان امنیتي ځواکونو پیاوړي کیدل د نړیوالو ځواکونو د سترایتژي لپاره حیاتي اهمیت لري.

کامرون همدارز خبرداری ورکړ، چې هېواد دې په روان دوبي کې د ډیرو تلفاتو لپار تیار وي.

هغه ۲۰۱۰ کال د وسله والو طالبانو پرضد جګړی لپاره د بریالیتوب مهم کال وباله.

د بریتانیا صدارعظم له افغانستان څخه د بریتانوي ځواکونو د وتلو لپاره دقیقه نیټه، چې د پارلمان غړیو پرې تاکید کاوه په ګوته نه کړه، ویې ویل، چې بریتانوی ځواکونه به له اړتیا پرته یوه ورځ هم په افغانستان کې پاتې نه شي او هرکله چې دا ډاډ حاصل شي نوبه بریتانوي ځواکونه له دې هېواده وباسي.

کامرون یوځل بیا په دې ټینګار وکړ، چې افغانستان یې د بهرني پالیسي په سر کې ځای لري.

خو کامرون دې ټکي ته هم اشاره وکړه، چې یواځې له پوځي لارې د افغانستان لانجه نه شي ختمیدای.

د هغه په وینا وسله وال بغاوت معمولاً د خبرو له لارې پای ته رسیږي نه د پوځي کامیابۍ له لارې او همدې ټکي ته په پام سره ما تل ویلي چې موږ دې ته اړتیا لرو چې د پوځي هڅو ترڅنګ سیاسي پروسه هم مخ ته یوسو.

کامرون وویل، چې که وسله وال طالبان دې ته هڅول کیږي چې خپله وسله پرځمکه کښیږدي دا لومړی ګام دی، خو د اوږد مهاله امن او ثبات لپاره پراخې سیاسي روغې جوړې ته اړتیا ده.

د بریتانیا صدراعظم وویل، په دې اړه دې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره چې هڅه کوي د سیاسي روغې جوړې له لیارې دغه شخړې پای ته ورسوي، موافق دي.

کامرون تیره اوونۍ افغانستان ته په سفر کې له ولسمشر کرزي سره د لیدو ترڅنګ په هلمند کې له دېره بریتانوي ځواکونو څخه هم لیدنه وکړه.

کامرون بریتانوي ځواکونو سره ژمنه وکړه، چې ټول هغه وسایل به ورته اماده کړي چې ورته اړتیا لري.

له ۲۰۰۱ کال راهیسې چې بریتانیا افغانستان ته سرتیري لیږلي تراوسه یې ۲۹۵ سرتیری وژل شوي دي.

په بریتانیا کې دننه د افغانستان له پوځي ماموریت څخه د خلکو ملاتړ مخ په کمېدو دی.
XS
SM
MD
LG