د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۳

خالد : په کندهار کې د بریالیتوب لپاره له فساده پاکه اداره پکار ده


Afghanistan -- Interview
Afghanistan -- Interview

د افغانستان ولسمشرحامد کرزي پرون د کندهار له خلکو په کلکه وغوښتل چې له خپل دولت سره د امنیت او نظم په ټینګولو کې مرسته وکړي.

کرزي د کندهار خلکو ته وویل چې د کندهار عملیات به د افغان امنیتي ځواکونو په مشرئ ترسره کېږي او بهرنیان به یوازې کومکي رول په غاړه لري.

ده وویل چې په دې عملیاتو کې به له هوايي ځواک اودرنو وسلو کار نه اخیستل کېږي څو عام ولس ته مرګ ژوبله وانه وړي.

افغان او نړیوال ځواکونه وايي چې د کندهار عملیات به تصفیوي وي او له ښاره به پیل شي او په تدریجي ډول به شاوخوا سیمو او ولسوالیو ته وغځېږي .

نړیوال ځواکونه هم وايي چې دوی د کندهار په باب خپله ستراتیژي بدله کړې .د دې ستراتیژۍ د بدلون په باب عصمت څاروان د پوځي چارو له یوه افغان کارپوه جنرال عبدالهادي خالد سره ږغېدلی چې پخوا د کورنیو چارو وزارات مرستیال وو.

XS
SM
MD
LG