د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۱۱

دوشنبې د عبرګولي ۲۴مه


په كابل كې خپريدونكو ورځپاڼو نن تر ډيره كندهار ته د ولسمشر كرزي په سفر د كندهار په عملياتو او همداراز د روانو نا امنو په نورو عواملو بيلابيلې تبصرې خپاره كړي دي.

سرنوشت:

دې خپلواكې ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې په كندهار كې پيليدونكو پوځي عملياتو ته په اشارې، چې افغان ولسمشر يې د امن د ټينګښت لپاره ضروري بولي، دا سپارښتنه كړې، چې د دې عملياتو له پيل نه مخكې بايد فاسد چارواكي او نا قانونه پټې او ښكاره وسله والې ډلې له منځه يوړل شي.

ورځپاڼه ليكي، چې دا كار به په خلكو كې د دولت د وسله والو مخالفينو د نفوذ مخه و نيولې شي او دوى به دومره كمزورې كړي، چې بيا به يې پر ضد د عملياتو اړتيا هم نه وي.

خو ورځپاڼې د كار د نړيوالو ځواكونو د مرستې او همكارۍ پرته ځكه ناشونې بللې، چې د ورځپاڼې په وينا دا ډلې او چارواكي په دوى كې ژورې ريښې لري.

ورځپاڼې بيا د دې عملياتو په اړه د كندهار له قومي مشرانو سره د ولسمشر كرزي خبرې هم راخستي او ليكلي، چې دا عمليات به جنګ نه بلكې تصفيوي هلې ځلې وي.

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د افغانستان او په تېره بيا د پښتنو په وړاندې د هند سياست ته كتنه كړې، د ځينو هندي سياستوالو دا سپارښتنه يې راخستې، چې هند بايد له پښتنو سره په خپل روان سياست كې بدلون راولي او د ولسمشر كرزي د سولې د هڅو ملاتړ دې وكړي.

هېواد:

دې دولتي ورځپاڼې بيا د خپل لومړي مخ غټ سرليكونه تر ډيره كندهار ته د ولسمشر كرزي سفر او په دغه ولايت كې د پوځي عملياتو پيل ته ځانګړې كړي.

ورځپاڼې د ښاغلي كرزي په حواله ليكلي، چې د كندهار عمليات به له ټانك او الوتكو پرته له ښاره پيل او بيا به ولسواليو ته وغځيږي.

ورځپاڼې بهرنيانو ته د ولسمشر كرزي دا سپارښتنه هم راخستې، چې دوى دې د افغانستان د حكومت ترڅنګ موازي حكومت نه جوړوي، ځكه د ده په وينا دا كار د نا امنيو سبب ګرځي.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې هم په كندهار كې د پوځي عملياتو په اړه د ولسمشر كرزي په څرګندونو بحث كړی او ليكلي یې دي، چې په دې برخه كې هر ګام بايد د خلكو په ملاتړ او همكارۍ سره پورته شي.

ورځپاڼې ليكلي، چې د كندهار عمليات بايد داسې ترسره شي، چې په كې خلكو ته د سر او مال زيان وا نه وړي او په د دغه ولايت په حالاتو كې مثبت بدلون راولي.

ويسا:

دې خپلواكې ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې د لندن د سولې د انسټيټيوټ په هغه رپورټ بحث كړی، چې وايي، د پاكستان د اى. اېس. اى مشران له طالبانو سره نيغ ملاتړ كوي او د دوى كسان د كوټې د شورا په غونډو كې برخه اخلي.

ورځپاڼې ليكلي، چې دا رپورټ د طالبانو له يو شمېر قومندانانو سره د مركو پر بنسټ جوړ شوی او په كې دا هم ويل شوي، چې د پاكستان د همكارۍ پرته په افغانستان كې سوله نه شي راتلاى.

ورځپاڼې په دوام كې د دې رپورټ د خپرولو اهدافو ته هم كتنه كړې او ليكي، چې كه چيرې د دې كار اصلي هدف په سيمه كې د شتو ستونزو په ګوته كول وي نو د حل لارې يې هم مهمې دي، چې بايد ژور بدلون په كې راوستلې شي.

ورځپاڼې په يو بل ځاى كې ليكلي، چې بريتانيا په افغانستان كې د خپلو ځواكونو قومندانان بدلوي، چې هدف يې په افغانستان كې د پوځي چارو سمون او د بې ځايه لګښتونو مخنيوی ښودل شوې.

خدمتګار:

دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په يو تفصيلي مطلب كې په افغانستان كې د جنايتكارانو د محاكمې مساله څيړلې او ليكي، چې دا هسې يو غولوونكې شعار دې.

ورځپاڼې ليكلي، چې كه څه هم د افغانستان اساسي قانون حكم كوي، چې دا كسان بايد د محكمې له خوا په جنايت كولو محكوم شوې واى، خو په تيرو نهو كلونو كې له دې جنايتكارانو يو هم محكمې ته وړاندې نه شو.

ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام د بشر د حقوقو په خپلواك كمسيون هم انتقاد كړی، چې د انتقالي عدالت بهير يې هير كړی او په خپله په قومي شخړو كې لاس وهي.

په ورځپاڼه كې د كابل د نړيوال كانفرانس لپاره روانو تياريو ته هم كتنه شوې او د افغان چارواكو په حواله ليكل شوي، چې دې غونډې ته به د پنځلسو ميليارډو ډالرو په ارزښت د بيا رغونې پروژې وړاندې شي.
XS
SM
MD
LG