د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۳۱

دوشنبې د جون ۱۴مه


نیویارک ټایمز:م.م له تورلست څخه د طالب مشرانو د نومونو د حذفولو هڅې پیل کړې دي
نیویارک ټایمز:م.م له تورلست څخه د طالب مشرانو د نومونو د حذفولو هڅې پیل کړې دي

نړېوالو ورځپاڼو هريو نيويارك ټايمزاو بريتانوي انډيپينډينټ په خپلو نننيو ګڼو كې د افغانستان په اړه زيات تحليلونه او مطالب خپاره كړي، چې نورياس نوري په لانديني مطلب كې رانغاړلي دي.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، د ملګرو ملتونو سازمان ښایي وکولای شي، چې له تورلست څخه د طالب مشرانو د نومونو د ایستلو پروسه چټکه کړي.

ورځپاڼه د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي د خاص استازي ستیفن دی مستورا له قوله لیکي، دې سازمان په کابل کې د ملي مشورتي جرګې د غوښتنې له مخې له تورلست څخه د طالب مشرانو د نومونو د حذفولو هڅې پیل کړې دي.

نیویارک ټایمز تېروخت ته په پام سره کښلي، چې له ۱۹۹۹ کال راهیسي چې د ملګروملتونو د امنیت شورا د ۱۲۶۷ پریکړه لیک له مخې په تورلست کې د طالبانو او القاعده د غړېوشاملول پیل کړي دي تراوسه پورې د طالبانو۱۴۲ او له القاعده سره په ارتباط د ۳۶۰ افرادو نومونه په دی لست کې شامل شوي دي.

ملګروملتونو له دولتونوغوښتي، چې د دغو افرادو بانکي حسابونه باید بند کړي اوهم یي پرهغوي د نړېوالو پولو ترمنځ په سفر کولو بندیز لګولی دی.

ورځپاڼه لیکي، د روان کال د جنوری په میاشت کې د لندن تر کنفرانس مخکې د طالبانو د پنځو پخوانیو چارواکو نومونه له تورلست څخه وایستل شول، خو د ۱۳۷ کسانو نومونه لا تراوسه په دی لست کې پاتي دي.

د نیویارک ټایمزپه وینا د جنوری له میاشتې راهیسي افغان ولسمشر حامد کرزی له دې لست څخه د ټولو طالبانو د نومونو د حذفولوغوښتنه کړی ده، خوله دغه لست څخه د ټولو طالبانو د نومونو د ایستلو پرسر اختلاف موجود دی.

امریکایي چارواکي په دې اړه اختلاف لري او روسیه او چین هم چې د ملګروملتونو دامنیت شورا دایمي غړي دي، له دې اقدام سره موافق نه دي.

خو د ملګرملتونو یوه چارواکي د خپل نوم د نه ښودلو په شرط نیویارک ټایمز ته ویلي، چې ډیراحتمال شته چې له تورلست څخه به د یو زیات شمېر طالبانو نومونه وایستل شي، چې په دې کې به د طالبانو پخوانی وزیران او سیاسي څیرې شاملې وي نه د هغوي اوسنی پوځي قوماندانان.

د نیویارک ټایمزله دې لیکنې سره سم ولسمشر کرزي ویلي، چې له تورلست څخه د افرادو د نومونو د ایستلو په پروسه کې دی د طالبانو د مشر ملامحمد عمر او د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار نومونه هم شامل کړای شي.

خو د ملګروملتونو یوه چارواکی دی ورځپاڼې ته ویلي، چې امریکایان به په کلکه له دې لست څخه د مهمواشخاصو د نومونو له لېرې کولو سره مخالفت وښیي.

انډیيپندنټ:

بریتانوي انډیيپندنټ ورځپاڼې په افغانستان کې پر بریتانوي ځواکونو د وسله والو طالبانود بمي حملو د زیاتوالي موضوع په یوه مطلب کې څیړلې ده.

ورځپاڼه لیکي، د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې د شنبې په ورځ په یوې چاودنه کې د یوه بریتانوي سرتېري په وژل کېدو سره په دې هېواد کې د وژل شوېو بریتانوي پوځیانو شمېر ۲۹۵ تنو ته ورسېد.

د بریتانیا پوځ ته له وروستیو تلفاتو سره په یوه وخت کې د ناټود محرمو ارقامو له مخې دا واضح شوی، چې په افغانستان کې بریتانوي ځواکونه زښت زیات د بمونو او وسله والو حملو هدف ګرځیدلی دی.

د ناټو د معلوماتو د تبادلې د ثبت ګډ مرکز د ارقاموله مخې، چې انډیپنډنټ هم ترلاسه کړی، د ۲۰۰۹ کال له اکتوبر څخه د ۲۰۱۰ کال د مارچ تر میاشتې پورې د افغانستان په جنوب کې په کور کې د جوړو شوېو چاودیدونکو وسیلو ۳۵۹۴ پېښې ثبت شوي دي.

د دغو پېښو په سلو کې څه کم اتیا یي د افغانستان په جنوب کې پر میشتو شاوخوا لس زره بریتانوي سرتېرو شوي، چې پر دغو ځواکونو د ورځې ۲۱ حملې ښیي.

انډیپنډنټ لیکي، دا د تېر کال د همدې وخت په نسبت ۲۳۶ فیصده زیاتوالی ښیي.

د ناټو د محرمو ارقامو له مخې دغه راز پر بریتانوي ځواکونو د افغانستان د نورو برخو په نسبت مستقیمې حملې هم ډیرې شوی دي، چې د ورځپاڼې په وینا په افغانستان کې د بریتانیا د پوځي رول په اړه یي د کامرون پر حکومت فشارونه زیات کړي دي.

انډیيپندنټ لیکي، په افغانستان کې پر بریتانوي ځواکونو د بمي چاودنو او حملو د زیاتوالي خبر په داسې حال کې خپریږي، چې د بریتانیا صدراعظم تېره اونۍ افغانستان ته په ناڅاپي سفر کې له دې هېواده د بریتانوي ځواکونو وتلو ته په اشاره وویل، چې دى ژمنه کوي چې د بریتانیا پوځي پرسونل به له اړتیا پرته یوه ورځ هم په دې هېواد کې پرې نږدي، خو په دې یي هم ټینګار وکړ، چې روان کال باید موږ د پرمختګونو شاهد و اوسو.

ښاغلي کامیرون په کابل کې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په خبري کنفرانس کې اعلان کړه، چې د افغانستان په جنوب کې خپلو ځواکونو ته به ۶۷ ملیون پونډه ورکړي، ترڅو په دې پیسو وکولای شي د دغو بمونو په مقابل کې د ځان ښه ساتنه وکړي.
XS
SM
MD
LG