د پولنډ صدراعظم دونالدتوسک وايي چې دا هیواد به د ناټو له غړیو وغواړي چې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو لپاره پلان جوړ کړي.
پولنډ په افغانستان کې دوه زره شپږسوه سرتېري لري چې د امریکا اوناټو ترمشرۍ لاندې د نړیوالوځواکونو په چوکاټ کې د افغانستان په جنوب په تېره بیا غزني ولایت کې فعالیت کوي .
د پولنډ صدراعظم وویل :«پولنډ به د پرتګال د مرکز لیزبون په غونډه کې په ناټو کې خپل متحدان وهڅوي چې په ګډه له افغانستانه د خپلوځواکونو د نسبتاً ژر ایستلوپه پلان سره سلا شي.
د پولنډ دفاع وزارت د شنبې په ورځ وویل چې په غزني کې د دوی د اډې په دولس کیلومترۍ کې یو تن عسکر یې هغه مهال ووژل شو او اته نور ژوبل شول چې د زغرګاډي په لاره کې یې بم وچاودېده .
د پولنډ سرپرست ولسمشربرونیسلاو کوموروسکي ،چې له صدراعظم توسک سره ګوندي اړیکې لري او ګومان کېږي د جون د شلمې نېټې انتخابات به وګټي ، وویل چې ده نن سهار په افغانستان کې د پولنډي عسکرو ترمرګ ژوبلو مخکې له صدراعظم ښاغلي توسک سره د افغانستان د ماموریت د پای ته رسولو په باب خبرې کړې وې .