د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۴۷

یکشنبې د غبرګولي ۲۳ مه


د کابل چاپ ورځپاڼو د افغانستان روان حالت په اړه بېلابېل مطالب خپاره کړي دي او په تېره بیا د افغانستان جنوبي ولایتونو کې د امنیتي وضعې ته یې اشاره کړې ده، چې د دغو ولایتونو ډېرې اوسېدونکي په ویره او اضطراب کې ژوند کوي.

اراده:

دې خپلواكې ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې د افغانستان په جنوبي ولايتونو او په تيره بيا په كندهار كې وروستيو امنيتي پيښو ته په اشارې ليكلي، چې د دې ولايت خلك له بل هر وخت نه زيات په ويره او اضطراب كې ژوند كوي.

د ورځپاڼې په وينا په خلكو كې د دې ويرې او اضطراب يو اساسي علت په دغه ولايت كې د افغان او بهرنيو ځواكونو پلان شوي پراخ پوځي عمليات او د هغې په وړاندې د مقابلې لپاره د طالبانو تياری دی، چې خلك يې د خپلې راتلونكې په اړه په ژوره انديښنه كې ډوب كړي دي.

ورځپاڼې په دوام كې له دې عملياتو مخكې په كندهار كې د قومي مشرانو د ترور پيښو ته هم كتنه كړې او ليكلي، چې تراوسه پورې اتلس قومي مشران له دولت سره د اړيكو درلودلو په تور وژل شوي.

ورځپاڼې د كندهار د عملياتو په اړه په يو جلا مطلب كې بيا د نړيوالو ځواكونو د قومندان څرګندونې راخستي او د هغه په حواله يى ليكلي، چې دا عمليات به له هغه څه ډېر اوږده وي، چې مخكې يې وړاند وينه شوې وه.

هېواد:

دې دولتي ورځپاڼې بيا په خپل لومړي مخ كې دا خبر وركړی، چې د ولسمشر كرزي په مشرۍ د لوړې كچې په يوه امنيتي غونډه كې د كندهار ولايت امنيتي حالت وڅيړلی شو.

ورځپاڼې ليكلي، چې په دې غونډه كې، چې په كې د افغان او نړيوالو ځواكونو مشرانو هم برخه اخستې وه، د كندهار ولايت د تصفيې په پروګرام هم هر اړخيزې خبرې وشوې او افغان ولسمشر په دې برخه كې افغان او بهرنيو پوځي مشرانو ته لازمې لارښوونې وكړې.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې هم د كندهار په روان امنيتي حالت بحث كړی او ليكلي یې دي، چې په دې ولايت كې د امنيت د ټينګښت لپاره يو هر اړخيز پلان ته اړتيا ده.

ورځپاڼې په دوام كې دا خبرداری وركړی، كه ددې ولايت د امنيتي حالاتو د بدلون لپاره په بيړه كار ونشي نو ممكن په ګاونډ كې د پرتو ولايتونو امنيتي حالت هم ترې اغيزمن شي.

افغانستان ټايمز:

دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې بيا په كندهار كې د امنيت د ټينګښت او د ټكاو د راوستلو لپاره د ولسمشر كرزي په سپارښتنو بحث كړې او ليكلي، چې دا كار يوازې د افغان او بهرنيو ځواكونو ترمنځ د همغږۍ په پايله كې امكان لري.

ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې د امنيت او ثبات د ټينګښت لپاره د عامو خلكو د همكارۍ جلبول هم ضروري دي.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې بيا پدې ټينګار كړې، چې افغانستان بايد د خپل ستراتيژيك موقعت نه ګټه پورته كړي او د سيمې د هيوادونو ترمنځ د يوه پله رول ولوبوي.

ورځپاڼې په دوام كې دې هدف ته د رسيدو لپاره له افغانستان سره د سيمې د هيوادونو مرسته هم غوښتې ده، خو افغانستان د اقتصاد او ټولنيزې ودې له پلوه وده وكړي.

ورځپاڼې پخپل ننني كارټون كې په افغانستان كې د موسيقۍ روان حالت انځور كړې او پكې دا ښودل شوې، چې بې كيفيته موسيقي او خرابو ويډيو كليپونو، چې د افغان كلتور سره په تضاد كې دي افغاني موسيقي له ناوړه حالت سره مخ كړې ده.

سرنوشت:

دې خپلواكې ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله سرمقاله كې په افغانستان كې د سولې په روانو هڅو تبصره كړې او ټول اړخونه يى هڅولي، چې كه د بل چا لپاره نه د ځان لپاره دې وكړي، ځكه د ورځپاڼې په وينا د روان جنګ په زيان كې ټول شريك دي.

ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، كه افغان دولت او نړيواله ټولنه په رښتيا هم د سولې د ملي مشورتي جرګې پريكړې عملي كړي، نو دا كار به په وسلوالو مخالفينو هم اغيز وكړي او هغوى به هرو مرو سولې ته غاړه كيږدي.

ورځپاڼې د سولې د ملي مشورتي جرګې د پريكړو د پلي كولو په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي پرونۍ څرګندونې هم هيله بښونكي بللي او ليكلي، چې دا ښيۍ، چې افغان دولت او نړيواله ټولنه ددې جرګې د پريكړو د پلې كولو لپاره جدي دي.
XS
SM
MD
LG