نیویارک ټایمز:
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې د افغانستان په اړه دوې جلا مقالې لیکلي دي.
ورځپاڼې په یوې مقالې کې لیکلي: د افغانستان ولسمشر حامد کرزی ډاډمن نه دی، چې ناټواو امریکایي ځواکونه به طالبان مات او امنیت ټینګ كړي، له همدې امله یي له طالبانو سره د سولې لارغوره کړی ده.
نیویارک ټایمز لیکي: که چېرې د طالب وسله والو د ځپلو په کارکې د امریکا له متحده ایالاتو سره د ولسمشر کرزي د نږدې همکارۍ ژمنې سستې شوي وې او د وسله والو په وړاندې د افغانستان د ملي پوځ توان کم شوی وي، نو دا به د امریکا د ولسمشر بارک اوباما لپاره ستونزې رامنځ ته کړي.
په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو ستراتیژي داسې طرحه شوي، چې نړېوال ځواکونه به د طالبانو تر واکمنۍ لاندې سېمې د وسله والو له واکه خلاصوي، د ولسمشر کرزي حکومت او پوځ ته به لار هواروي، چې ازادو شوېو سېمو ته داخل شي او په دې توګه به ورو ورو متحده ایالات د افغانستان له جګړې څخه ځان وباسي.
نیویارک ټایمز لیکي: د امریکا د حکومت او ولسمشر کرزي تر منځ اړیکې تر یوه حده ساړه شوي وو، خو امریکا ته د ولسمشر کرزي د وروستي سفر په مهال امریکایي چارواکو زیار وایست چې دا اړیکې بیرته ترمیم او ښه کړي.
د ورځپاڼې په باور، د طالب وسله والو له ځینو غړېو سره د اړیکو ټینګولو په اړه د ولسمشر کرزي او امریکا تر منځ تر یوه حده د نظر یووالی موجود دی خو مختلف دلایل هم شته.
ورځپاڼه لیکي: ناټو او امریکا چې افغانستان ته په زرونو نورتازه دمې عسکر هم استوي، زیار باسي چې افراطي طالبان وټکوي او ګوښه یي کړي.
خو ولسمشر کرزی د امریکا په دې عملیاتو بارو نه لري او غواړي د سولې له لارې وسله وال له جګړې را واګرځوي.
د ورځپاڼې په باور، په دې کار کې له حده زیاتې هلې ځلې به د دښمن په وړاندې د ولسمشر کرزي د حکومت دریځ کمزوری کړي.
د نيويارك ټايمز بل مضمون:
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه بل مضمون کې لیکلي، امریکاییانو ته چې د افغانستان د جګړو کوم خبرونه رسیږي، چندانې ښه خبرونه نه دي.
که څه هم چې ولسمشر اوباما د افغانستان لپاره د نوي ستراتیژۍ د اعلان په مهال د افغانستان څرګند انځور ترسیم کړ، خو د ورځپاڼې په باور، امریکا په دې جګړې کې کوم خاص پروګرام یا هدف په ډاګه نه کړ.
دا جګړه ورځ تر بلې د امریکا په خلکو کې محبوبیت له لاسه ورکوي او علت یي دادی، چې د افغانستان په دې جګړې کې د امریکایي ځواکونو مرګ ژوبله مخ په زیاتېدو ده.
نیویارک ټایمز لیکي: په دې کار کې د امریکا خلک هم تر یوه حده مسول دي.
په دې معنې، که چېرې امریکاییان د افغانستان په جګړې کې د قربانیو توان او شجاعت ونه لري، د دې جګړې په اړه د جدي فکر کولو وس هم ورسره نه وٍي او که د جګړې له لګښتونو سره مخالفت کوي نو غوره به داوي، چې شهامت پیدا کړي او په خپل حکومت فشار واچوي، چې د افغانستان له جګړې څخه دې خپل عسکر وباسي.