د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۹:۳۴

امان: خصوصي امنیتي شرکتونه زموږ د قانونو د پلي كولو په وړاندې خنډ ګرځي


په افغانستان كې ګڼ شمير امنيتي شركتونه په نا امني، سړي تښونې، د مخدرو موادو په قاچاق او په وسلوالو غلاوو كې تورن ګڼل كيږي.

ويل كيږي، چې په يو شمير موادو كې دا تورونه ريښتينې شوي او دا ثابته شوې چې يو شمېر دغه شركتونونه غير قانوني كارونه تر سره كوي.

د افغانستان د امنيتي چارو يو كارپوه جنرال امرالله امان هغو غير قانوني فعاليتونو ته اشاره كوي، چې ويل كيږي د يو شمير امنيتي خصوصي شركتونو كاركوونكي په كې لاس لري:

"همدغه امنيتي شركتونو زموږ د قانونو د پلي كولو په وړاندې خنډ ګرځي، وګورئ سړي تښتونه په همدو كې، قاچاق په همدو كې دى، اكثره دغه شركتونه مخالفينو ته بډې وركوري، چې مخالفين بيا له همدغو پيسو ځان ته وسله اخلي او د دولت په خلاف جنګيږي."

تر دې د مخه هم په افغانستان كې د امنيتي خصوصي شركتونو د غير قانوني فعاليتونو په اړه انديښنې موجودې وې.

د كابل ښار دوه تنه اوسيدونكي په دې اړه وايي:

"۱- زما نوم جمعه ګل دی، ځیني موسسې چې له کندهار څخه تر هلمنده او یا نورو ولسوالیو ته بارونه وړي، دوی هم د امریکایانو په شان کارونه کوي، اول ټول موټرونه دروي، کله چې دوی تېر شي بیا هغوی ته د تګ اجازه ورکوي.

یوه ورځ له کندهار څخه راروان وو، په موټر کې سورلۍ وې، دوی زموږ موټر ته د درېدو اشاره وکړه، کله چې موږ موټر دراوه، دوی پر موږ ډزې وکړې او په موږ کې یې یو تن وویشت، موږ یې له موټر نه ښتکه کړو او ښه یې ووهلو، موټر یې هم راته پنچر کړ او ښکنځلې یې راته وکړې.

له دولت څخه دا هیله لرو، چې په دغو خلکو کې اصلاحات راولي، سم خلک دې په کې ځای پر ځای کړی، یا دې دا موسسې بندې کړې او یا دې هم خپل پولیس ورسره کړي، چې خلک په امان کې پاتې شي.

۲- زما نوم سید غفور دی، اوس د افغانستان ملي ځواکونو کافي غښتلي شوي دي، ملي اردو شته، ملي امنیت شته، ملي پولیس شته، سرحدي پولیس شته او نور ارګانونه شته.

زما په نظر شخصي امنیتي کمپنیو ته زیاته اړتیا نه شته، که چېرې ځیني سفارتونه، بهرني موسسې او دفتر ورته اړتیا لري، نو هغوی دې داسې وکړي، چې خپلې امنیتي کمپنۍ له کورنیو چارو وزارت سره راجستر کړي.

ډیري بې امنۍ چې رامنځ ته کیږي، هغوی د شخصي امنیتي کمپنیو په جامو کې ښار ته راننوځي او ستونزې جوړوي."

په هغو خبرو كې چې د امنيتي خصوصي شركتونو له مسوولانو سره مو درلودلې، حاضر نه شول چې پر دوى لګيدلي تورنه هم بې بنسټه ثابت كړي.

خو د دغه شركتونو مسولانو پخوا ويلي، چې د قانون او شته اصولو له مخې كار كوي او د دوى كاركوونكي هم تضمين شوي كسان دي.

د افغانستان د كورنيو چارو وزارت، چې د امنيتي خصوصي ثبت شويو شركتونو د څارنې مسووليت لري دا مني، چې په ځينو مواردو كې د دغو شركتونو كاركونكي غير قانوني اعمال هم تر سره كوي.

د دغه وزارت چارواكي وايي، چې دوى ډيري دغه كسان نيولي او د قانون منګولو ته يې سپارلي دي.

خو د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وياند زمرى بشري وايي، چې دغه شركتونه اوس د يو طرز العمل له مخې كار كوي او د نوموړي په وينا د دوى فعاليتونو اوس قانوني بڼه غوره كړې ده:
د کورنیو چارو وزارت ویاند زمری بشري

"هېڅ تخطي بې له تعقیب څخه نه دی پاتې او جدي برخورد ورسره شوی دی. دلیل یې هم دا دی، چې موږ نه غواړو چې بې نظمي ایجاده شي.

کمپنۍ دې فعالیت وکړي، خو دا د دې معنی نه لري، چې دوی په هر ځوان، هر سپینږیري او هر خور باندې ډزې وکړي او موږ به ورته ګورو، نه!!! هغه وختونه اوس تېر شوي دي، قانون پیاوړی دی او متخلف سره به قانوني چلند کیږي."

د افغانستان د ملي اردو او پوليسو د بهرنيو روزونكو، د يو شمير سفارتونو، كاروانونو، د اقتصادي پروژو او بانكونو ساتنه د دغو شركتونو له عمده دندو څخه دي.

د افغانستان په ولسي جرګه كې د خلكو يو شمير استازي وايي، دا چې د بهرنيانو او د بهرنيو موسسو د امنيت ساتنه د افغان حكومت مسووليت دى نو ځكه د امنيتي خصوصي شركتونو فعاليت په دغه هېواد كې غير قانوني كار دى.

د ولسي جرګې نایب منشي صالح محمد سلجوقي:

"د افغانستان د امنیت او دفاع په خاطر په خپله امنیت، پولیس او دفاع وزارت مسوولیت لري، هغه مسوولیتونه په اساسي قانون کې ډېر روښانه ذکر شوې ده او په تمه یو چې دا خصوصي امنیتي کمپنۍ اناشاءالله له منځه یوړل شي او ټولو ته د افغانستان پولیس او ملي اردو یو ځای شي او خپل مسوولیتونه ترسره کړي."

د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وياند بيا په دغه هيواد كې د پوليسو د وړتيا د لوړولو په وړاندې پرتو ستونزو ته په اشارې سره د امنيتي خصوصي شركتونو فعاليت اړين بولي وايي:

"په اوسنيو شرايطو كې د دغو كمپنيو قانوني فعاليت كيداى شي، د امنيت په برخه كې ګټور واوسي، خو په هيڅ وجه د دوى غير قانوني فعاليتونه ګټور نه دي او د نا امنۍ لامل ګرځي."

اوسمهال دوه پنځوس امنيتي خصوصي شركتونه د كورنيو چارو له وزارت سره ثبت دي.

ويل كيږي، چې له دغو شركتونو څخه شپږ ويشت د افغانانو او شپږ ويشت نور د بهرنياو له خوا اداره كيږي.

خو راپورنه وايي، چې په لسګونه داسې امنيتي خصوصي شركتونه هم شته، چې د كورنيو چارو وزارت له اجازه ليك پرته فعاليت كوي.

د افغانستان د كورنيو چارو وزارت دغه راپورنه نه مني او نه يې هم رد كړي دي، خو وايي، چې د نا ثبت شويو امنيتي خصوصي شركتونو د پيژندنې په هدف هڅې روانې دي.
XS
SM
MD
LG