د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۲:۰۵

ناټو:د كندهارعمليات به د پوره تياريو لپاره يو څه وځنډول شي


په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال سټينلي مك كريسټال

په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو قوماندان وایي د کندهارعملیات کیدای شي د پوره تیارېو لپاره یوه څه موده وځنډول شي. جنرال سټينلي مک کریسټال په بروسلز کې ازادۍ راډیو ته وویل، چې د مارجې له عملیاتو یي درسونه اخیستې چې د کندهار په عملیاتو کې به ترې کار واخیستل شي.

جنرال سټينلي مک کریسټال ازادۍ راډیو ته وویل، د مارجې دعملیاتو له نتایجو راضي دی، خو د دغو عملیاتو وروستۍ مرحلې تراوسه بشپړې شوي نه دي.

ده وویل، چې د مارجې دعملیاتو له پیله پوره ۱۲۰ ورځې تیریږي، خو حکومت تراوسه پراختیایي پروژې نه دي پيل کړي.

جنرال سټينلي مک کریسټال وویل، د مارجې بازارونه بیا پرانیستل شوي دي، خلک په ازاد ډول تګ راتګ کوي، د کرنې په سیستم کې هم یوڅه پرمختګ لیدل کیږي خو امنیت بشپړ نه دی ټینګ شوی.

جنرال مک کریسټال زیاته کړه، زه پریشانه یم چې د مارجې خلک اوس هم له شبنامو، وژنو او تهدیدونو په ډار دي او ډیر زیارونه باید ترسره شي.

ده وویل، چې په مارجې کې یې دا زده کړل، چې د مخالفینو په وړاندې څنګه د خلکو له مرستې کار واخلي، محلي شوراګانې جوړې کړي او له ټولو مهمه دا چې د مارجې په عملیاتوکې یي خپله ټوله وسعه وکړه، چې ولسي خلکو ته مرګ ژوبله وانه وړي.

له دغوهلو ځلو راضي دی، خو بیا هم باید ډیر څه وشي:

"موږ په دې هم پوهیږو، چې امنیت تراوسه بشپړ نه دی تامین شوی او موږ به په دې برخه کې لازیات کوشش وکړو.

موږ په دې هم پوهیږو، چې د دولتي ادارو سیستم هلته بشپړ نه دی، هغه هیلې چې موږ په مارجې کې د اعتبار وړ یوې ادارې د تاسیس لپاره درلودې، تراوسه هم نه دي ترسره شوي.

داسې یوه اداره چې ظرفیتونه لوړکړي، خلکو ته کار پیداکړي دغه ډول هلې ځلې په هغه سرعت چې موږ یي تمه درلوده جریان نه لري، موږ د مارجې له زده کړو د کندهار په عملیاتو کې کار اخلو."


جنرال مک کریسټال زیاتوي، چې د کندهار وضعیت نسبت مارجې ته ستونزمن دی.

د کندهار په ښار او شاوخوا ولسوالیو کې باید امنیت ټینګ کړای شي او یواځې د یو اداري سیستم تشکیل د خلکو مشکل ځکه نه شي حلولای چې ځیني سیمې د طالبانو په لاس کې دي.

په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال سټينلي مک کریسټال د ارغنداب په ولسوالۍ کې د یوه واده په محفل کې وروستۍ چاودنې ته هم اشاره وکړه، چې په نتیجه کې یي څلویښت کسه مړه او لسګونه نور ټپيان شول.
ده وویل، چې د ارغنداب امنیتي وضعه ښه نه ده او په پنجوایي کې هم طالبان واکمن دي:

"موږ باید اول دغه سیمي ونیسو، ترڅو د افغانستان د خلکو د کنټرول لاندې راشي، کله چې دا کار وشو مشرانو او سپین ږیرو ته لاره اواریږي، چې په حکومت کې برخه واخلي.

د طالبانو د تهدید او ګواښونو په صورت کې هغوي په دولتي اداره کې برخه نه شي اخیستلای.

امنیت زموږ د هلو ځلو یوه اساسي برخه ده او د دغه مقصد د ترسره کولو لپاره باید یو لړ شوراګانې او میکانیزم په پام کې ونیسو، چې د ادارې په برخه کې ځیني ټاکلي ګامونه واخیستل شي."

په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال مک کریسټال د ازادۍ راډیو د دې پوښتنې په ځواب کې چې روابط یي له ولسمشر کرزي سره څنګه دي وویل، چې ولسمشر کرزي د خپل هېواد د ځواکونو سر قوماندان دی او واقعیت دادی، چې دی خپله هم د کرزي لپاره کار کوي او د افغانستان له مشر سره یي روابط ښه دي.

په کندهار کې د ولسمشر د ورور احمد ولي کرزی د ونډې په اړه د ازادی راډیو د یو بلې پوښتنې په ځواب کې جنرال سټينلي مک کریسټال وویل:

"هغه د ولایتي شورا رییس دی، دغه شورا ستونزې تشخیصوي او د منابعو او وسایلو د انتقال او د شوراګانو د تشکیل په برخه کې مرسته کوي.

نو زه ویلی شم، چې هغه د دغه میکانیزم په جوړولو او نورو کارونو کې مرسته کړې ده."

په افغانستان کې د امریکا او ناټو قواوو قوماندان له پولي پورې غاړه په پاکستان کې دعملیاتو په اړه هم خبرې وکړې او ويي وویل، چې پاکستان همکاري کوي او د تروریستانو او افراطیونو خلاف یي خپلو زیارونو ته زور ورکړی دی، ده وویل چې د سرحدونو له لارې د افراطیونو تګ راتګ کم شوی دی.

ده زیاته کړه، چې د پولي دواړو خواوو ته امنیت مهم دی او د پولي یوې خواته نا امني په بلې خوا هم ناوړه اغیزه کوي.
XS
SM
MD
LG