سرنوشت:
دې خپلواكې په خپله سرمقاله كې هغو انتقادونو ته كتنه كړې، چې د كورنيو چارو د وزير او د ملي امنيت د رئيس د استعفاو د منلو لپاره د ځينو كړېو له خوا په حكومت كيږي.
ورځپاڼې ليكلي، چې د هر مثبت كار مخالفت يوازې يوه سياسي ناروغي ده، ځكه د ورځپاڼې په وينا د سولې د ملي مشورتي جرګې په لومړۍ ورځ له حملو وروسته همدغو كړېو، چې ځان د دولت اپوزسيون بولي په لوى ستوني د دغو چارواكو د استعفا غوښتنه كوله.
ورځپاڼې وړاندې دې كړېو ته سپارښتنه كړې، چې د خپلو مخالفتونو لپاره دې يو ثابت معيار وټاكي او له بې ځايه مخالفتونو، چې نه د دوى او نه هم د هېواد او خلكو په ګټه دي لاس واخلي.
ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرليك كې بيا د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په حواله ليكلي، چې اتمر او صالح له طالبانو سره د سولې او پخلاينې له بهير سره د مخالفت له كبله استعفا وركولو ته اړ كړل شول، حال دا، چې افغان دولت بيا دا خبره په كلكه ردوي.
هېواد:
دې دولتي ورځپاڼې بيا هم د سولې د ملي مشورتي جرګې د پريكړو په اړه د امريكايي مشرانو غبرګون راخيستې او د دغه هېواد د ځانګړي استازي په حواله يي ليكلي، چې په افغانستان كې د جنګ د پاى ته رسولو لپاره يو سياسي بهير ته اړتيا ده.
ورځپاڼې وړاندې د ښاغلي هالبروك د وينا دا ټكې هم راخيستې، چې د سولې ملي مشورتي جرګه د امريكا له ملاتړه برخه منه ده او له طالبانو سره سوله امكان لري.
ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې په تركيه كې د اسيايي هېوادونو د باور او همكارېو د سازمان په سرمشريزې بحث كړې او ليكلي، چې په سيمه كې د اقتصادي ودې د امكاناتو د پياوړې كولو لپاره پكارده، چې د دغه سازمان غړي هېوادونه په افغانستان كې د امنيت او ټكاو راوستلو ته لومړيتوب وركړي.
ورځپاڼې په افغانستان كې او په تېره بيا د هېواد په جنوب كې د قومي مشرانو او مخورو د وژنې په مسئلې بحث كړې او د دې ترڅنګ، چې هغه يي يو ستر ګواښ بللې د دوى د ترور د مخنيوي لپاره يي د يو بنسټيزم ميكانيزم په جوړولو ټينګار كړې دې.
ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې بيا د كورنيو چارو د وزير او د ملي امنيت د رئيس د استعفا په اړه د امريكا غبرګون راخيستې او د دغه هېواد د مشرانو په حواله يي ليكلي، چې دا د افغانستان كورنۍ مسئله ده.
ورځپاڼې په دوام كې د امريكا د دفاع د وزير د وينا دا ټكي هم راخيستي، چې د سولې په ملي مشورتي جرګې باندې د شوې حملې په اړه بايد هم حساب كتاب شوې واى.
ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې بيا په دې مسئلې بحث كړې، چې په افغانستان كې هر څه ولې په توطيه تعبيريږي.
ورځپاڼې د دوو امنيتي مشرانو د استعفا په وړاندې د لويديځو رسنيو غبرګون ته په اشارې ليكلي، لويديځوال نه غواړي، چې د افغانستان نظام هم د داسې يو كلتور خاوند وي، چې چارواكي په كې خپل مسؤليت ومني او په خپلو كمزورېو اعتراف وكړي.
ورځپاڼې ليكلي، چې دا د لويديځو رسنيو شوم نيت دې، چې دلته هر څه ته د توطيې په سترګه ګوري.
افغانستان ټايمز:
دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې بيا په خپله سرمقاله كې د ولسمشر كرزي په هغه فرمان بحث كړې، چې له مخې يى د هغو بنديانو دوسيې له سره څيړل كيږي، چې له وسلوالو مخالفينو سره د تړاو په تور نيول شوي.
ورځپاڼې ليكلي، چې د دې فرمان صادرول دا ښۍ، چې حكومت د سولې د ملي مشورتي جرګې د پريكړو د پلي كولو لپاره ټينګه اراده لري.
ورځپاڼې ددې جرګې د پريكړو د پلي كولو لپاره په افغانستان كې د ميشتو بهرنيو ځواكونو همكاري هم مهمه بللې، ځكه د ورځپاڼې په وينا يو شمېر افغانان په بګرام او ګوانتانامو كې هم له دوى سره بنديان دي.
ورځپاڼې په خپل ننني كارټون كې امنيتي تدابير انځور كړي او په كې دا ښودل شوې، چې د خلكو د خوندي كولو لپاره لا زياتو اقداماتو ته اړتيا ده.