او ويې ويل، چې اوسمهال دوى داسې پرمختللي وسايل لري، چې د هغې په ذريعه د مجرم د تيرو جرمونو په هكله هم معلومات ترلاسه كولى شي.
په افغانستان كې د جنايي جرمونو د مخنيوي او كمولو په مقصد، د حكومت د مربوطو ارګانونو له خوا نوي تخنيكي هلې ځلې پيل شوي دي.
د كورنيو چارو وزارت له جنايي جرمونو سره د مبارزې رييس جنرال ميرزا محمد يارمند د دوشنبې په ورځ خبريالانو ته وويل، چې دوى په هېواد كې د بايوميتريك يا دهويت د تثبيتولو پروګرام پيل كړى، چې لومړى به د دولت په ټولو كاركوونكو، ارګانونو، سرحدونو او بيا به د هېواد په ټولو خلكو پلي شي، ده وويل:
"د بايوميتريك سيستم په شخص كې د جرمونو شپيته ډوله مظاهر تثبيتولى شي. دا پروګرام په ټولو پوځي او امنيتي ځواكونو، دولتي ادارو او عامو خلكو، زندانونو او سرحدونو كې پلي كوو."
ښاغلي يارمند وويل، چې د بايو ميتريك پروګرام تراوسه په څه دپاسه شپيته زرو پوليسو او د څرخي پله د زندان پر شاوخوا لس زرو بنديانو پلي شوى دى او د هرشخص تېرجرمونه په څرګنده توګه ښودلى شي.
د كورنيو چارو وزارت له جنايي جرمونو سره د مبارزى رييس وويل، په روانه مياشت كې د جنايي جرمونو د مخنيوي او كموالى لپاره د دوى هڅو مثبتې نيتجې وركړي دي.
ده دا هم وويل، په نږدې ورځو كې يې پنځه تنه نيولي دي، چې په مختلفو جنايي جرمونو كې په لاس لرلو تورن و.
په يوه تورلګيدلى و، چې د لوګر په ولايت كې د ماين په ښخولو، د پوليسو او ديني عالمانو په وژلو كې يې لاس درلود، بل د درې تنو په وژلو او بل د بهرنيو ځواكونو د ټاكرونو د تيلو په غلاكولو تورن و.
نيول شوي خبريالانوته هم وښودل شول.
ښاغلي يارمند دا هم وويل، چې د سږكال په دوو لومړيو مياشتو كې د جنايي جرمونو سطحه د تېركال د دولومړيو مياشتو څخه كمه ده.
"د جنايي جرمونو سطح د تېر كال په نسبت كمه شوې ده، موږ سږكال په مجموع كې شپږسوه څلور پيښې لرو، درې سوه څلور كشف او دوه سوه نوي تركشف لاندې دي.
درې پنځوس تورو پسې څار روان دى، يوسلو ديارلس سړي وژونكي نيول شوى، دولس جسدونه لاس ته راغلي، دوه څلوېښت غله او شپاړس سړي تښتوونكى هم نيول شوي دي."
د كورنيو چارو وزارت په داسې حال كې د جنايي جرمونو په وړاندې د مبازرې د تيزي خبرې كوي، چې د هېواد خلك اوس هم د جنايتكارو له فعاليتونو څخه شكايت كوي او هيله ښيي، چې امنيتي ارګانونه دې د مجرمينو نيولو ته د دوى هڅې نورې هم تيزى او پراخې كړي.