سرنوشت:
دې خپلواكې ورځپاڼې كه څه هم د كورنيو چارو د وزير او د ملي امنيت د رئيس استعفاوې د ستونزې حل نه دې بللې، خو دا سپارښتنه يي كړې، چې اوس په كارده، د دوى پر ځاى وړ او اهل كسان وګمارلې شي، څو په دې ادارو كې بنسټيز بدلونونه راولي.
ورځپاڼې ليكلي، چې د دغو چارواكو په نسبت لويه ستونزه په خپله په دغو ادارو كې ده، چې له منځه وړل يي ډير وخت او له دوي څخه د ولسمشر پياوړي ملاتړ ته اړتيا درلودله.
خو ورځپاڼې د ښاغلي اتمر او د ښاغلي صالح استعاوې د هغو چارواكو لپاره هم يو ستر پيغام بللې، چې په خپلو كارونو كې له پاتې راتلو سره سره لا هم په خپلو څوكيو نښتي دي او كله يي هم د استعفا وركولو په اړه فكر نه دې كړې.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې په افغانستان كې د مسيحت د تبليغ لپاره د ځينو كړېو هڅو ته كتنه كړې او هغه يي تر ټولو ستره فتنه بللې، چې اوس مهال افغانان ګواښوي.
هېواد:
دې دولتي ورځپاڼې بيا په خپله سرمقاله كې د كورنيو چارو د وزير او د ملي امنيت د رئيس پريكړې ته په اشارې ليكلي، چې دا لومړې ځل دې، چې د هېواد چارواكي خپل پاتې راتلل مني او له خپلو دندو استعفا وركوي.
ورځپاڼې وړاندې ليكلي، چې په دندو كې د پاتې راتلو په پايله كې استعفا وركول هم اخلاقي زړه وړتيا ده هم ولسواكۍ ته ژمنتيا.
په ورځپاڼه كې د سولې د ملي مشورتي جرګې د سپارښتنو په اړه د ناټو څرګندونې هم راخيستل شوي او ليكل شوي، چې ناټو د جرګې د پريكړو ملاتړ كوي او د هغې په عملي كولو كې همكاري ته چمتو دې.
راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا د سولې په ملي مشورتي جرګې د شوېو حملو په تړاو د كورنيو چارو د وزير او د ملي امنيت د رئيس د استعفا په اړه په خپله تبصره كې ليكلي، چې په افغانستان كې واكمن حالات دومره پيچلي دي، چې د دا ډول حملو په اړه هيڅ ډول وړاندوينه نه شي كيدلاى.
ورځپاڼې ليكلي، چې په دغو پوسټونو باندې د نويو كسانو ټاكل هم شايد په راتلونكې كې د دا ډول پېښو مخه و نه نيولې شي، خو په دې برخه كې د ولسمشر كرزي پريكنډه چلند او د دغو امنيتي چارواكو د نا توانيو اعتراف او استعفا د نورو لپاره يو ښه پند دې.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د سولې په ملي مشورتي جرګې باندې له شوې حملې سره په تړاو كې د يو شمېر مشكوكو كسانو د نيولو خبر هم وركړې دې.
ورځپاڼې په افغانستان كې د روان بحران د حل لپاره روانو هڅو ته هم كتنه كړې او ليكلي، چې دا بحران يوازې د افغانانو په لاس حل كېداى شي.
خدمتګار:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا د امنيت په ټنيګښت كې د پاتې راتلو په اړه د كورنيو چارو د وزير او د ملي امنيت د رئيس اعتراف او استعفا يو داسې جرئت بللې، چې د ورځپاڼې په وينا د راتلونكې لار ټاكي.
ورځپاڼې په افغانستان كې د امنيت ټينګښت يوه مهمه مسئله بللې، چې په تېرو اتو كلونو كې حكومتي چارواكي په كې پاتې راغلي.
ورځپاڼې په دوام كې د ځينو ملي مراسمو لپاره د امنيتي چارواكو تدابير هم تر پوښتنې لاندې راوستلي او ليكلي، چې د دوى له سختو تدابيرو سره سره وسلوالو مخالفينو په دغو مراسمو حمله كړې او د سر او مال زيانونه يي اړولي، د ورځپاڼې اشاره تر ډيره د ثور د اتمې د جشن په مراسمو او د سولې په جرګې باندې شويو حملو ته ده.
ورځپاڼه ليكي، كه په راتلونكې كې هم د ټاكلو معيارونو له مخې دغه دود ته دوام وركولې كيږي، نو له يوې خوا به د دولت چارې ښې شي او له بلې خوا به د دولت باور پياوړې شي.
اراده:
دې خپلواكې ورځپاڼې بيا د طالب بنديانو د دوسيو د څيړلو لپاره د ولسمشر كرزي په حكم بحث كړې او په دې برخه كې شتو ځينو ستونزو ته په اشارې پوښتنه كړې، چې ايا كرزې په رښتيا هم د طالب بنديانو د خوشې كولو هڅې پيل كړي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې بيا دا خبر وركړې، چې د څرخي پله د زندان يو شمېر بنديان د خپل بند د مدت له پوره كېدو سره سره لا هم په دغه زندان كې پراته دي.
ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې په افغانستان كې د ناټو ځواكونو فعاليتونو ته كتنه كړې او د دوى چال چلند ته په اشارې ليكلي، چې ناټو په افغانستان كې د پخواني شوروي اتحاد ګامونه تجربه كوي.