د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۲

د بریتانیا دفاع وزیر:د ناټو غړي دې افغانستان ته نور روزونکي ولېږي


د بریتانیا دفاع وزیرلېم فاکس
د بریتانیا دفاع وزیرلېم فاکس

د بریتانیا دفاع وزیرلېم فاکس پرون په نړیوالې ټولنې ږغ وکړ چې د افغان امنیتي ځواکونو د روزلو لپاره دې افغانستان ته نور روزونکي واستوي . دفاع وزیرفاکس چې د سینګاپورد امنیتي کنفرانس په څنګ کې له رویټرز خبري اژانس سره خبرې کولې ، وویل : د امریکا په ملاتړد افغان پولیسو د روزلوهدف تر هغو نه شي پوره کېدای چې د ناټو نوروغړيو هم خپله ونډه زیاته کړې نه وي.

د بریتانیا دفاع وزیرلېم فاکس پرون په نړیوالې ټولنې ږغ وکړ چې د افغان امنیتي ځواکونو د روزلو لپاره دې افغانستان ته نور روزونکي واستوي .

دفاع وزیرفاکس چې د سینګاپورد امنیتي کنفرانس په څنګ کې له رویټرز خبري اژانس سره خبرې کولې ، وویل : د امریکا په ملاتړد افغان پولیسو د روزلوهدف تر هغو نه شي پوره کېدای چې د ناټو نوروغړيو هم خپله ونډه زیاته کړې نه وي.

ده همداراز وویل :«کله چې موږ راتلونکې اوونۍ د ناټوسرمشریزې ته ځو،زما نیت دا دی چې هلته به ډېره هڅه کوم چې نړیواله ټولنه تشویق کړم چې د حربي ځواک پرځای په افغانستان کې د خپلو روزونکو شمېر زیات کړي څو افغانان په خپله د خپلو امنیتي چارو د مسوولیت منلو جوګه شي .»

ټاکل شوې ده چې د ناټو تړون د اته ویشتو غړیو هیوادونو دفاع وزیران د روان جون په لسمه او یوولسمه نېټه د بلجیم په مرکز بروکسل کې جرګه شي .

بریتانیا له امریکا وروسته په افغانستان کې د نړیوالوځواکونو په چوکاټ کې تر ټولو زیات پوځیان لري .د تلفاتو له نظره هم له امریکا وروسته تر ټولو زیاتې مرګ ژوبلې بریتانوي ځواکونو ته اوښتي چې اوس ۲۹۰ تنو ته رسېږي.

د بریتانیا دفاع وزیرلېم فاکس پرون وویل بریتانوي پوځیان باید په افغانستان کې پاتې شي څو دا هیواد پر یوه ناکام دولت او د تروریستانوپر زیږنځای له بدلېدو راوګرځوي.

لېم دا څرګندونې په سینګاپورکې د اسیا پسفیک د امنیتي چارواکو په غونډه کې وکړې .
XS
SM
MD
LG