د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

امریکايي ځواکونو په عراق کې د القاعدې ۳۴ تنه مشران وژلي یا نیولي


نیویارک ټایمز ورځپاڼه په عراق کې د امریکایي ځواکونو د قوماندان له قوله لیکي، چې عراقي او امریکایي ځواکونو د القاعده شبکې د ۴۲ مشرانو څخه ۳۴ نیولي یا وژلي دي، عراق ته یې د القاعده د بهرنیو پلویانو د ورتګ مخه نیولې او دغه تنظیم ته یې نه جبرایدونکي ګزارونه ورکړي دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، چې په عراق کی د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال رای اوډېرنو د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې په عراق کې د القاعده شبکې تروریستي ډلې په پاکستان کې خپلو مشرانو سره تماس له لاسه ورکړی او د نویو کسانو د ټاکنې لپاره د دوې هلې ځلې ستونزمنې دي.

جنرال اوډېرنو په واشنګټڼ کې د دفاع وزارت په ودانۍ کې خبریالانو ته وویل، چې په عراق کې د القاعده ډلې په دې وروستیو کې اعلان وکړ، چې دوی نوی مشران ټاکلي دي خو موږ شک لرو چې په رښتیا به هم په دغو نومونو څوک وی او که نه.

ده زیاته کړه، چې که هرڅنګه وي موږ بیا هم د دوی خطر ته متوجه یو.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، چې په عراق کې د القاعده ډلې خلاف د عراقي او امریکایي ځواکونو بریالیتوبونه د هغو وروستیو عملیاتو نتیجه ده، چې دوی په موصل ولایت کې د دغې ډلې د فعالیتونو په اړه د استخباراتې معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته ترسره کړل.

جنرال اوډېرنو وویل، چې موږ وکولای شول د القاعده شبکې یو شمیر هغه مشران، چې مالي چارې یې سمبالولې، پلانونه یې جوړل او خلک یې جذبول له منځه لیرې کړو.

ده زیاته کړه، چې موږ په دې وتوانیدو چې د دغې شبکی منځ ته ورداخل شو.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، چې امریکایي او عراقي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو په اساس یوه میاشت مخکې د عراق په شمال کې عملیات وکړل، چې په نتیجه کې یې په عراق کې د القاعده ډلې پوځي مشر ابوحمزه المهاجر چې د مصر و او د ابو ایوب المصري په نوم هم مشهور و ووژل شو.

دغه راز د داوود محمد خلیل الزاوي په نامه د القاعده ډلې یو بل مشر چې د ابوعمر البغدادي په نوم مشهور و او د عراق د اسلامی دولت د مشر په توګه هم پيژندل کیده په دغو عملیاتو کې ووژل شو.

په عراق کې د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال اوډېرنو، چې څو میاشتې وروسته به د امریکا د پوځیانو ګډې قوماندانۍ ته ترفیع وکړي خبریالانو ته وویل، چې په عراق امنیتي هلې ځلې ښې په مخ روانې دي.

ده احصاییو ته په اشاره وویل، چې د روان کال په پنځو میاشتو کې دولسي خلکو، عراقي او امریکایي ځواکونو تلفات کم شوي دي.

خو ده وویل، چې بیا هم سختې شپې ورځې په مخ کې دي اوس هم په عراق کې د زورزیاتي احتمال شته او امریکایي ځواکونه د عراقي قواوو د ظرفیتونو او قدرت د لوړوالي لپاره همکاري کوي.

جنرال اوډېرنو وویل، چې په عراق کې د امریکایي عسکرو شمېر له ۱۷۵ زرو څخه اوس ۸۸ زره عسکرو ته ټیټ شوی او دوی کوښښ کوي، چې د جمهور رییس باراک اوباما له اوامرو سره سم په راتلونکو درېیو میاشتو کې د دغو عسکرو شمېر ۵۰ زرو ته ټیټ کړي.
XS
SM
MD
LG