د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۹

د ننګرهار چاپيريال د ککړتيا له ګواښ سره مخ دى


د چاپيريال ساتنې د نړېوالې ورځې د لمانځنې په وخت د ختيځوسيمو د چاپيريال ساتنې ادارې پر ټولو غږ وکړ، چې د چاپيريال په پاک ساتنه کې مرسته ملګرتيا وکړي په دې مناسبت په جوړه شوې غونډه کې زياتره ويناوالو حکومت او خلک دواړه د چاپيريال په ساتنه کې بې پروا وبلل.

د ختيځو سيمو د چاپيريال ساتنې د ادارې مشر انجينر شاه محمود مومند وويل، بېلابېلوعواملو چاپيريال ککړ کړى او مخنيوى يې په کار دى.

ده وويل، ځنګلونه وهل شوي او لاهم وهل کېږي په کرنيزو ځمکو کې په خپل سر ودانۍ جوړېږي. د تاريخ تېرو موټرو لوګي، د خښتو د بټيو لوګي او ګڼ نورعوامل د ککړ چاپيريال دلايل دي او هيله ده چې خلک او حکومت دواړه زموږ غږ واوري.

په ننګرهار کې د ډاکټرانو د اتحاديې مشر ډاکټر خوشال تسل وويل: د ځينو دولتي ادارو د نه همغږۍ له امله چاپيريال لا ډېر خراب دى.

ده وويل، د روغتيا، ښاروالۍ او چاپيريال ساتنې اداره په خپل منځ کې همغږي نه لري له دوي نه هم هيله کېږي چې همغږي پراخه کړي.

د ننګرهار روغتيايي چارواکي وايي: د ککړتيا چاپيريال له امله يونيم سل زره تنه يوازې په ننګرهار کې ناروغه دي.

خو د ننګرهار د کرنۍ رئيس انجينر محمد حسين ساپي وويل: اوس اوس د نيالګيو په کرنه او د ځنګلونو دوهانې د مخنيوي په وجه د چاپيريال ساتنې هيلې پيداشوي دي.

ده وويل، يوازې سږ کال موږ په پنځه څلوېښت زره جريبه شخصي او دولتي ځمکو کې مصنوعي ځنګلات او باغونه کرلي او خلک هم اوس د دې په ارزښت پوهېدلي؛ نو هيله ده چې د چاپيريال ساتنې مسله په لنډ وخت کې حل شي.

د افغانستان په ختيځو سيمو کې اوسېدونکي وايي: د چاپيريال ساتنې اداره ډېره ښه نظريات لري خو اجرايوي صلاحيت نه دى ورکړل شوى.

دوى غواړي چې دغه ادارې ته دې د اجرايوي صلاحيتونو زمينه برابره شي، چې خپلې غوښتنې په خپله تطبيق کړي.

محمد داود وفا
XS
SM
MD
LG