د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

د سولې ملي مشورتي جرګې په اړه د نړېوالو غبرګونونه


نړیوالې ټولنې د افغانستان د سولې ملې مشورتې جرګې لاسته راوړنې مثبتې بللي او ژمنه یې کړي، چې د جرګې د پریکړو په عملي کولو کې به د افغانستان د حکومت ملاتړ وکړي. د ملګرو ملتونو عمومی منشي ویلي، په افغانستان کې د شخړو د ختمولو لپاره د ملي هلو ځلو ملاتړ کوي. په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفارت په یوې اعلامیې کې د سولې د ملی مشورتي جرګې د نتیجو هرکلی کړی او نورو هغو لویدیځو هیوادونو چې په افغانستان کې عسکر لري، هم د جرګي په لاسته راوړنو خوښ دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون د جمعې په ماښام په افغانستان کې د نهه کلنو شخړو د ختمولو لپاره د سولې د مشورتي جرګې هلې ځلې وستایلي.

د عمومي منشي دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي، د سولې ملي مشورتي جرګه، د افغانانو تر منځ د اړیکو د ټینګولو لپاره یو مهم ګام او په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټنیګښت لپاره د خبرو پیل دی.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په اعلامیې کې راغلي، د ملګرو ملتونو سازمان په افغانستان کې د شخړو د ختمولو په مقصد د سولې د ملي مشورتي جرګې د هلو ځلو ملاتړ کوي او پوره ژمن دی، چې د افغانستان له خلکو او حکومت سره به د سولې په کار کي مرسته وکړي.

په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفارت هم په یوې اعلامیې کې د سولې د ملي مشورتي جرګې په اړه د خپل هېواد او حکومت دریځ څرګند ګړی او لیکي، د جرګې د درې ورځنیو غونډو او بحثونو هرکلی کوي.

د امریکا د سفارت په اعلامیې کي راغلي، دا بحثونه د هغې عملیې پیل دی، چی د امریکا په باور، کولای شي په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټنګښت په کار کې، چې افغانان ورته له کلونو کلونو راهیسې انتظار باسي، مرسته وکړي.

د امریکا د سفارت په اعلامیې کې دغه راز راغلي، متحده ایالات یو ځل بیا د افغانستان د حکومت د سولې د عملیې چې هدف یې په ټولنه کې د وسله والو جزبول دي، ملاتړ کوي.

هغه وسله وال چې غواړي له شخړو لاس واخلي، له القاعده او نورو تروریستي سازمانونو سره اړیکي وشلوي، د افغانستان د اساسي قانون په چوګاټ کې ژوند وکړي او د افغانستان د خلکو د حقونو دفاع وکړي.

جرمني هم د سولې د مشورتې جرګې هرکلی کړی. د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر ګېدو ویستر ویله وایي، د دې جرګې پریکړه لیک په افغانستان کې د سولې او ثبات په ټینګښت کې مهم ګام دی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي، د افغانستان خلکو د جرګې په پریکړه لیک کې د خپل هېواد د شخړو د حل لپاره خپلې هیلې څرګندې کړي او د جرمني دولت د دې هیلو ملاتړ کوي.

د جرمني دولت د مشورتي جرګې لپاره په سترې خیمې کې د چوکیو، فرش او تخنیکي اسانتیاو لپاره مرسته هم کړې ده.
XS
SM
MD
LG