د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۴

شنبې د جون 5 مه


بیا هم زیات شمېر معتبرو لویدیځو ورځپاڼو په کابل کې د سولې د ملي مشورتې جرګې په اړه مضمونونه او مقالي لیکلي دي. زیات شمېر ورځپاڼې په دې باور دي، چې دې جرګې په افغانستان کې د سولې لپاره دروازې پرانستې او دا چې د افغانستان د مختلفو سېمو او قومونو شاوخوا ۱۶ سوه استازي تر یوې خیمې لاندې راټول شول او نظرونه یې تبادله کړل دا په خپل ذات کې یو ستر بری دی.

ډپلوماټ:

خو د ډپلوماټ خپرونه چې د انترنټ له لارې خپریږي، د مسالې په اړه بل نظر لري او لیکي، په جرګې کې خلاوې موجودې وې او نتیجو ته یې باید زیات لیواله ونه اوسو.

خپرونه لیکي، سوله باید د هغو کسانو تر منځ ټینګه شي، چې یو بل ته ګوته او ماشه دي او دا چې په جګړې کې شامل اړخونه په غونډې یا جرګې کې حضور ونه لري نو سوله به له چا سره کیږي.

خپرونه زیاتوي، که څه هم چې د خیمې په داخل کی د خلکو احساسات او شور زوږ قوي و، خو دا چې د مخالفانو او طالب وسله والو استازو په کې ګډون نه درلود، د نتیجو په اړه یې پوښتنې او شکونه رامنځ ته کیږي.

ډپلوماټ خپرونه وړاندي لیکي، د همدی شکونو له وجې ممکن په ځای وی چې ووایو، د جرګې د جوړېدو لپاره وخت مناسب نه و. لومړی باید د مخالفانو ګډون ډاډمن شوی وای او وروسته د جرګې د جوړېدو لپاره اقدام شوی واې.

خو نورې ورځپاڼې بیا په دې باور دي، چې دا یوه مشورتي جرګه وه او د مشورتي جرګې معنی دا ده، چې خلک په خپلو کې مشورې وکړې او له مخالفانو سره د تماس ټینګولو لارې چارې وسنجوي.

ایکانومسټ:

ایکانومیسټ مجلې په وروستۍ ګڼې کې په افغانستان کې د نظام جوړونې د ستونزو په اړه یوه مقاله خپره کړي او لیکي، هر څوک چې افغانستان ته لاړ شي نو سم له واره یې په ذهن کې دا پوښتنه راګرځي، چې متحده ایالاتو په دې هېواد کې په میلیاردونو ډالر مصرف کړي او په زرګونو عسکر یې هم دې هیواد ته استولي خو د خلکو د یوه استازي حکومت د جوړولو لپاره لازمې هلي ځلي نه دي شوې او بله دا چې د هیچا سر په دې خبرې نه دی خلاص شوی چې د افغانستان د خلکو اړتیاوې څه دي؟

مجله لیکي، اوبه له هماغه لومړي سره خړې وې. په دې معنی، کله چې د امریکا د متحده ایالاتو په مشرۍ اییتلافي ځواکونو د طالبانو رژیم ړنګ کړ، د افغانستان د نظام د قوت او غښتلتیا لپاره کوم جدي اقدام ونشو.

د مجلې په باور، بله خبره دا ده چې د امنیتي ستونزو له وجې امریکاییان نه شي کولای په خپله له خلکو سره په تماس کې شي او د خلکو غوښتنې واوري.

ایکانومیسټ زیاتوي، دا مهال جنرال سټینلي مککرېسټل غواړي امنیتي ستونزې شاته کړي او په مشتقیم ډول د خلکو د غوښتنو په اړه معلومات تر لاسه کړي او په دې توګه ممکن د خلکو د پوښتنو او غوښتنو لپاره چاره هم ولټوله شي.
XS
SM
MD
LG