د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۲:۲۰

مشرانو جرګه: په زندانونو کې په سلو کې اتیا تنه بې له ثبوته بندیان شوي


ډاکټر زملی وايي، دغه بندیان دې دميلاد شريف، اخترونو او د نوي كال په مناسبت د جمهور ریيس په فرمان خوشې شي

د افغانستان د مشرانو جرګې يو پلاوي چې په دې وروستيو كې يې د هېواد له يوشمېر زندانونو څخه ليدنه وكړه وايي، چې د افغانستان په زندانونو كې اتيا په سلو كې او يا حتی ۸۵ په سلو كې بنديان يا طالبان او يا هم د طالب په نوم بنديان كړای شوي دي او داسې بنديان هم شته چې عمرونه يې ډير زيات يعني شيخ فاني او داسي ناروغان هم شته چې سختي درملني ته ا ړتيا لري.

په افغانستان كې د بنديانو ستونزې لا تر اوسه هم حل شوي نه دي او د مشرانو د جرګې يوه پلاوي، چې په دې وروستيو كې يې د افغانستان له دوو زندانونو څخه ليدنه كړې وايي، چې په سلګونو داسې بنديان شته چې هيڅ برخليك يې نه دی معلوم.

په مشرانو جرګه كې د شكايتونو د اوريدو د كميسيون مشر ډاكټر زلمی، چې د دغه پلاوي مشر و، وايي، چې د كابل د پلچرخي او د جلال اباد له زندان څخه يې ليدنه كړې چې اكثرا بنديان يا د طالب او يا په داسې نورو نومونو باندې بندي كړای شوي دي.

"د ولسي جرګې د شکایتونو کمیسیون د پل چرخي زندانونه له نږدې څخه لیدلي دي، چې اکثره بندیان یې سیاسي بندیان دي.

د جلال اباد ته هم لاړو او هغه زندانونه مو هم له نږدې ولیدل، چې شاوخو یولس سوه بندیان یې سیاسي بندیان دي، چې د طالب په نامه دلته راوستل شوي دي.

تاسو باور وکړئ، چې د دغو زندانونو ایا یا پنځه اتیا په سلو کې د طالب په نومونو بندیان شوي او حکومت کوم اسناد نه لري."

ده وويل چې د دغو كسانو د خوشې كېدو په برخه كې بايد توجه وشي او دوی هم بايد د ميلاد شريف، اخترونو او د نوي كال په مناسبت د بنديانو د خوشې كېدو په برخه د جمهور ریيس له فرمانونو څخه برخمن شي.

خو د افغانستان دعدليې وزارت وايي، چې دغه شمېره له تصور څخ وړاندې ده او بايد په دې برخه كې له اسنادو پرته خبري ونه شي.

د افغانستان د عدليې وزارت مرستيال محمد قاسم هاشمزي په دې اړه ازادي راډيو ته وويل:

"په دې برخه كې بايد ووايم، چې دا د كشفي اورګانونو پورې اړه لري او دغه شمېره چې تاسو يې وايئ له تصور څخه وړاندې ده.

دغه بنديان چې دې په دې كې جينايي بنديان هم دي چې په قتل، اختطاف، فساد او رشوت باندې نيول شوي دي، چې اكثره يې همدا ډول بنديان دي."

د مشرانو د جرګې دغه پلاوي همدارنګه وايي، چې له دوی سره داسې كره اسناد شته، چې په دغو زندانونو كې زيات شيخ فاني او داسې نور كسان وجود لري، چې په سختو ناروغيو باندې اخته دي، چې اوږدمهاله درملنې ته اړتيا لري، چې بايد خوشي كړاي شي.

خو د افغانستان د عدليې په وزارت كې د زندانونو او توقيف خانو د څانګې مشر جنرال امير محمد جمشيد د مشرانو د جرګې د غړو د دغو څرګندونو په اړه داسې وويل:

"موږ تل همدا تقاضا لرو او حتی لستونه ليږو، چې د ځينو بنديانو سن زيات دي او ځيني يې رواني ناروغۍ لري، چې بايد خوشي كړاي شي.

كه د سنا غړي داسې كومه ادعا لري نو لطفا فوق العاده امر دې راوړي، بيا دې يو كميسيون وټاكل شي او كه داسې خلك په رښتيا هم خوشي شي نو موږ هم پرې خوشحاله كيږو."

د افغانستان په زياتو ولايتونو كې زندانونه په كرايي كورونو كې دي او يوشمېر زندانيان له دوی سره د ناسم چلند او د لازمو اسانتياوو له نه شتون څخه شكايت كوي، چې ځيني وخت همدا مساله په زندانونو كې د اخ ډب او شخړو سبب هم ګرځي.

مجاهد جواد
XS
SM
MD
LG