د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۱

ستانکزی : د سولې مشورتي جرګې ته ډېرې هېلې شته


د کابل پوهنتون د حقوقو د پوهنځي استاد نصرالله ستانکزی
د کابل پوهنتون د حقوقو د پوهنځي استاد نصرالله ستانکزی
د سولې د مشورتي جرګه نن په کابل کې د ولسمشر حامد کرزي په وینا پرانیستل شوه .

که څه ددې جرګې د جوړیدو لپاره په کابل او خوا شا سیمو کې کلک امنیتي ترتیبات نېول شوي دي خو بیا هم د ولسمشر کرزي د وینا پر مهال جرګې ته څېرمه د توغندیو د لګیدو اوزوانه واوریدل شول .

په دې درې ورځنۍ جرګه کې د افغانستان د خلکو تقریبا ۱۶ سوه استازي او قومي مشران راټول شوې دي ، او سر له نن ورځې به په افغانستان کې د سولې او ثبات په ټینګښت او د مخالفو وسلوالو سره د خبرو پر لارو چارو غور پیل کړي .

دا چې دا جرګه به څومره بریالۍ وي او پایلې به یې څومره د افغانستان په سوله او ثبات کې رول و لوبوي په ېد اړه رضوان مراد د کابل پوهنتون د حقوقو د پوهنځي له استاد نصرالله ستانکزي سره مرکه کړې ده . دلته یې اوریدلی شۍ :
XS
SM
MD
LG