نامعلومو وسلوال کسان ددوشنبې په شپه دلاهور دجناح روغتون دبېړنیو حالاتو په څانګې ورننوتل او ډزې یې وکړي .
په دغه ځای کې دتیرې جمعې دورځې دبریدونو یو شمیر ټپيان او یو مشکوک برید کوونکی بستر و .
په دغه نوي برید کې لږترلږه دولس کسه چې اکثریت پولیس او دروغتون عمله وو مړه شول .
خو برید کوونکي وتښتیدل .
دتیرې جمعې په ورځ افراطي اورپکو په لاهور کې داحمدي ډلې په دوو جوماتونو دلاسي بمونو، ټوپکو او انتحاري بریدکوونکو بریدونه وکړل چې په نتیجه کې یی لږترلږه ۹۴ کسه مړه او څه دپاسه سل کسه نورټپيان شول.
دپنجابی طالبانو په نامه ډلې چې دپاکستاني طالبانو یوه برخه ده ددغو بریدونو مسولیت پر غاړې واخیست.
دبشری حقوقو دڅارنې دسازمان دجنوبي اسیا دبرخې لوی څیړونکی علی دایان حسن وایي چې په جوماتونو او روغتون بریدونه څرګندوي چې مذهبي اقلیتونه لکه جماعت احمدیه څومره دفشارونو لاندې دي .
ده وویل چې دپاکستان حکومت دفرقه ای او مذهبي زورزیاتي په مخنیوی کې پاته راغلی دی .
دبشری حقوقو په اړه دامریکا دبهرنیو چارو دوزارت کلني رپوټ وویل چې تیرکال یوولس قادیانیان ( احمدیان) دخپلې مذهبې عقیدې له امله په پاکستان کې وژل شوي دي .
دبشري حقوقو دڅارنې سازمان دپاکستان له حکومته غوښتي چې هغه قوانین لرې کړي چې دمذهبی اقلیتونو خلاف تبعیض کوي او دمقدساتو دبې حرمتۍ سزا مرګ ټاکي .
دغه سازمان په خاصه توګه دپنجاب ایالت له حکومته غوښتي چې ددغو قتلونو بشپړ تحقیقات وکړي او مجرمانو ته مناسبه سزا ورکړي .
دپاکستان دبشری حقوقو خپلواک کمیسیون اوداحمدي ډلې مشرانو دبشري حقوقو دڅارنې سازمان ته ویلي دي چې په تکرارسره یې حکومت ته خبر ورکړي چې ددوی سراومال ته لوی خطرمتوجه دی.
دبشری حقوقو دڅارنې سازمان وایي حکومت په دې اړه مناسب او کافي اقدامات نه دي کړي .
داحمدی مذهبي ډلې خلاف زورزیاتی چې په نولسوه اتیا کلونو کی دجنرال ضیاء الحق په دوران کې زیات شو ، تراوسه هم دوام لري .
دبشري حقوقو دڅارنې سازمان وایي په تیرو نهو کلونو کې تقریبا څلور سوه قادیانیان ( احمدیان) په پاکستان کې ، دارتداد په شمول په بیلابیلو جرایمو تورن شوي .
ځینې په عمری قید او ځینې هم په تاجیلي اعدام محکوم شوي .