د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۵

نړېوالو له غزې سره د مرستو پر کاروان د اسرایلو برید وغنده


ملګرو ملتونو،اروپايي ټولنې او د نړی مختلفو هیوادونو له غزې سره د مرستو پر سمندري کاروان د اسرایلي کمانډو ځواکونو حمله غندلی ده او په دې اړه يې خپله خواشیني څرګنده کړې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون ویلي په نړیوالو اوبو کې پر هغو کشتیو چې خوراکي مواد او نورې ضروري مرستې په کې بار وي د اسرایلي سرتیرو برید هغه ته ټکان ورکړی دی.

په همدې حال کې د اسرایلو تلویزون تائید کړې چې په دغه حمله کې ۱۰ تنه وژل شوي او ګڼ شمیر نور ژوبل دي.

ترکې ،یونان ،هسپانيې ،سویدڼ ،اردن ،فرانسې او جر مني هم سخت عکس العمل ښودلی دی .

د ترکې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له تلبیب څخه يې خپل سفیر رابللی دی او ددغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو د عاجلې غونډې د رابللو لپاره نیویارک ته روان شوی دی.

د ترکې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال وویل(دا حمله په نړیوالو اوبو کې شوې او دا له نړیوال قانون څخه څرګنده سرغړونه ده.مونږ د اسرایلو سفیر راوغوښته او ورته مو په ډاګه کړه چې دا له نړیوال قانون څخه ښکاره سرغړونه ده ځکه چې د کشتیو دغه کاروان یوازې بشري مرستې د غزې خلکو ته وړلې. دا یوه سولیېز عمل ووه .د اسرایلو دا برید هیڅ د منلو وړ نه دی.)

د راپورونو پر اساس په دغو کشتیو کې چې د ترکې د خیریه موسسو لخوا تنظیم شوی شاوخوا ۷۰۰فلسطیني پلوه فعالان چې د مختلفو هیوادونو اتباع په کې شامل دي سپآره دي.

د اسرایلو حکومت ویلي دا حمله د ځان څخه ددفاع په لړ کې شوې او دغو کشتیو له غزې سره نزدې اوبو ته د ننوتو قانوني حق نه ددرلود.د اسرایلو ددفاع د وزارت مرستیال ویلي چې ددغه بشري مرستو د کاروان تنظیمونکي له نړیوال ترویرزم سره اړیکي لري. داني عالیون وویل:

(دغه سمندري کاروان یوه پارونکی عمل دی.ددغه کاروان تنظیمونکي له نړیوالو جهادي ډلو ، القاعده او حماس تروریستي سازمانونو سره د اړیکو په لرولو مشهور دي. هغوي د وسله والو د خونړي قاچاق سابقه هم لري.)

په عین حال کې د فسلطیني ادارې مشر محمود عباس په لویدیځه غاړه کې د درې ورځني ماتم اعلان کړی او د حماس ډله چې غزه يې تر کنترول لاندې ده له اسلامي هیوادونو غوښتي چې خپل عکس العمل څرګند کړي.

د عربي ټولنې سرمنشي بیا دا پیښه د بشریت ضد جرم بللی دی.
XS
SM
MD
LG