د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۱:۴۶

رفعت:د انتخاباتو كميسيون یو شمیر رد شوي کاندیان بېرته په لیست کې شامل کړي


د افغانستان د انتخاباتو د شكايتونو د كميسيون غړي احمد ضيا رفعت

د افغانستان د انتخاباتو د شكايتونو كميسيون د دغه هېواد د انتخاباتو له خپلواك كميسيون څخه غوښتي، چې د يو شمېرهغو كانديانو چې نومونه يي د ولسي جرګې انتخاباتو ته له لومړني ليست څخه غورځول شوي و، بيرته په دغه ليست كې شامل كړي.

د افغانستان د انتخاباتو د شكايتونو د كميسيون غړي احمد ضيا رفعت په كابل كې خبريالانو ته وويل، چې د دغه كسانو نومونه د تخنيكي ستونزې او د نوم ليكنې اصولو ته د دوى د نه پاملرنې له امله په لومړني ليست كې نه و نيول شوي.

د افغانستان د انتخاباتو د شكايتونو كميسيون د دغه هېواد د انتخاباتو له خپلواك كميسيون نه وغوښتل، چې يو ځلې بيا هغو كسانو ته د ولسي جرګې انتخاباتو ته د كانديانو په توګه د نوم ليكنې وخت وركړي، چې د ځينو تېروتنو له امله يي نومونه د كانديانو په لومړني ليست كې نه و راغلي.

د افغانستان د انتخاباتو د شكايتونو د كميسيون غړي احمد ضيا رفعت د دوشنبې په ورځ په كابل كې خبريالانو ته وويل، چې له دوو سوو نه ډير دغو كسانو ته په افغانستان كې د نوې ډيموكراسۍ د پياوړي كولو په خاطر د نوم ليكنې په برخه كې د خپلو تېروتنو د اصلاح لپاره پنځه ورځې وخت وركول كيږي:

"سره له دې چې هغو معترضو كسانو چې د ولسي جرګې د انتخاباتو لومړني ليست ته يې لاره نه وه موندلې، د نوم ليكنې په پروسه كې د ځانګړې فورمې د ډكولو په برخه كې تيروتنې كړي دي.

دغه كميسيون د افغانستان د ځوانې ديموكراسۍ د پياوړي كېدو لپاره او د انتخاباتو نوې تجربې له په پام كې نيولو سره د انتخاباتو له خپلواك كميسيون څخه غواړي چې د دې اعلاميې له خپرېدو وروسته دغو ټولو ۲۲۶ معترضينو ته لږ تر لږه پنځه ورځې وخت وركړي چې د نوم ليكنې په پروسه كې د خپلو تېروتنو په اصلاح كولو لاس پورې كړي."

ښاغلي رفعت وويل، چې شكايت كوونكو ته به هم اوه ورځې وخت وركړل شي، چې د دغو كسانو په اړه خپل شكايتونو درج كړي.

پخوا تر دې دغو له ليست څخه غورځول شوېو كانديدانو چې په بېلابېلو ولايتونو كې د ولسي جرګې انتخاباتو لپاره خپل نومونه ليكلي و، خبردارى وركړى و چې كه د برخليك په اړه يې له سره پريكړه ونه شي نو به خپلو اعتراضونو ته دوام وركوي.

بل خوا د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د دار الانشا مرستيال ذكريا باركزى وايي، چې د انتخاباتو د شكايتونو د كميسيون غوښتنه به ومنل شي.

د افغانستان د انتخاباتو د شكايتونو كميسيون په عين حال كې وايي، چې په لومړني ليست كې د شاملو كانديدانو په اړه د شكايتونو د څيړنې په كار بوخت دى.

دا كميسيون درې افغان او دوه بهرني غړي لري، چې مشري ېې د سترې محكمې د قضاي تفتيش مشر قاضي مراد شريفي كوي.

د جمهور رياست په تېرو انتخاباتو كې د دې په تركيب كې درې بهرنيان و، چې شاوخوا يو نيم مليون رايې يې هم باطلې اعلان كړې.
XS
SM
MD
LG