چارواکو پرون اعلان وکړ، چې د سولې ملي مشورتي جرګه به د جوزا په ۱۲مه، ۱۳مه او ۱۴مه په کابل کې جوړه شي، ځکه د دوی په وینا د هېواد له ولایاتو څخه جرګې ته د بلل شویو استازو رسېدو، نوم لیکنې او ځینو نورو چارو ته وخت په کار دی.
ټاکل شوې وه، چې دا جرګه د راتلونکې شنبې په ورځ جوړه شي خو چارواکي وايي، چې د هېواد له ولایاتو څخه جرګې ته د بلل شویو استازو رسېدو ته وخت په کار دی او ځکه دا درې ورځنۍ جرګه به د جوزا په ۱۲مه پیل او په ۱۴مه نېټه پای ته ورسېږي.
د دې غونډې د تنظیموونکو یوتن نجیب امین وايي، له دې ځنډ سره به کابل ته د استازو د سفر او نوم لیکنې چارې آسانه شي.
ده وویل، په پام کې ده چې د جرګې ګډونوال د راتلونکې شنبې په ورځ کابل ته ورسېږي نو ځکه د نوم لیکنې او دوی ته د معلوماتو ورکولو لپاره لږترلږه درې نورې ورځې هم په کار دي.
که څه هم د سولې په ملي مشورتي جرګه کې طالبانو ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې، خو ویل کېږي چې د طالبانو ځینې پلویان به د هغو زرګونو مشرانو او مخورو په ډله کې شامل وي چې له بېلابېلو ولایتونو او ولسواليو څخه په جرګه کې د ګډون لپاره کابل ته ځي.
د چارواکو په وینا، په دې ستره غونډه کې به استازي په څو ډلو وویشل شي، پر موضوعاتو به بحث اوتوافق وکړي او د ولسمشر حامد کرزي د سولې پر وړاندیز د بحث پرمهال به د دښمنیو د لیرې کولو هڅه وکړي څو حکومت ته لاره اواره شي چې د طالبانو له ځینو عناصرو سره د سولې خبرې اترې پیل کړي.
د سولې د ملي مشورتي جرګې جوړېدل له دې مخکې هم د روان کال د مارچ په لومړۍ نېټه ځکه وځنډول شوه، چې ولسمشر حامدکرزی واشنګټن ته روان شو څو په هېواد کې د سولې د راوستو پر پلان د امریکا له ولسمشربارک اوباما او نورو چارواکو سره خبرې وکړي.
ښاغلي کرزي واشنګټن ته له سفروروسته وویل، چې لویدیځ هېوادونه اوس له هغو وسله والو مخالفینو سره چې له جګړې لاس اخیستو او د هېواد د اساسي قانون منلو ته چمتو شي د روغې پر اړتیا پوه شوي دي.