د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۳

امریکا غواړي په افغانستان کې د اداري فساد جرړې له بېخه وباسي


د امریکا د ولسمشر بارک اوباما ادارې چې د خپل کار له پیله یې په افغانستان کې د اداري فساد مسالې ته ډېره پاملرنه کړې او له افغان ولسمشرڅخه یې په کراتو کراتو غوښتي دي، چې باید په خپلی ادارې کې پراخ فساد له مینځه یوسي، د چارواکو په وینا په وروستیو کې یې په دی برخه کې خپل تاکتیکونه بدل کړي دي.

د امریکا متحده ایالاتو چې پر افغان ولسمشر حامد کرزي یې د د ادري فساد د له منځه وړلو لپاره فشارونه زیات کړي دي، په افغانستان کې په دې هیله د اداري فساد پرضد په ټیټه کچه مبارزې ته مخه کړې، چې د دغې پدیدې ریښې له بیخه وباسي.

متحده ایالاتو او متحدینو یې په افغانستان کې په لوړه او ټیټه کچه د ادارو په تېره بیا د پولیسو په لیکو کې چې ترټولو زیات په بډو اخیستو تورن دي، د اداري فساد پرضد د روزنې، قوانینو او مقرراتو او همدارز د فساد د زمینو د له منځه وړلو لپاره اقدامات زیات کړي دي.

د امریکا د ولسمشر بارک اوباما ادارې تیرکال د خپل کار له پیله د اداری فساد پرضد هڅو یوځل بیا تمرکز وکړ، ځکه دا داره ګومان کوي، چې اداري فساد په افغانستان کې دومره پراخ شوی، چې په دې هېواد کې د وسله والو طالبانو پرضد د لویدیځ له جګړې یې د افغانانو ملاتړ ته زیان رسولی دی.

په افغانستان کې د بیارغونې پرچارو د څارونکي خاص ماموریت مشر ارنولډ فیلډس په وروستیو کې د کانګرس یوې استماعیه غونډې ته وویل، چې صادقانه باید ووایم، چې د ۲۰۰۹ کال دمخه د اداري فساد په وړاندې مبارزې ته موږ چندان پاملرنه نه وه کړې، زه ډېر خواشینی په دې یم چې په افغانستان کې زموږ د پنځوسو ملیارډ ډالرو پانګونې سره سره، دې هېواد د اداري فساد له پلوه په نړۍ کې تقریباً لومړی ځای نیولی دی.

د شفافیت د څارنې یوې نړیوالې موسسې په خپل کلني راپور کې افغانستان هغه هېواد یاد کړی، چې له سومالیا وروسته چې له یوه فعال حکومت څخه برخې دي، په کې پراخ اداري فساد دود دی.

د اوباما ادارې په دې اړه د کرزي له حکومت سره خپلې اندیښنې پټې نه دي ساتلي. اوباما د مارچ په میاشت کې کابل ته په سفر کې د اداري فساد په اړه خپل پیغام کرزي ته ورساوه چې وروسته د هغه له خوا د لویدیځ ضد څرګندونو سبب وګرځید.

فرانسپرس اژانس لیکي پر لویدیځ د کرزي د ښکاره انتقادونو له وجې د اوباما اداره دې ته اړشوه چې خپل تاکتیکونه بدل کړي.

له واشنګټن څخه د مې په دولسمه نیټه د کرزي د سفر په مهال د اوباما ادارې د کرزي تود هرکلی وکړ خو لږترلږه په ښکاره یې د اداري فساد ستونزه بیان نه کړه.

د فرانسپرس له راپور سره سم په افغانستان کې د امریکا په سلو کې اتیا مالي مرستې د کرزي د حکومت له خوا نه بلکې د موسسو او اینجو ګانو له خوا لګیږي.

امریکایي چارواکي په دې باور دي، چې د اداري فساد د زمینو په له مینځه وړلو سره کولای شي په دې مبارزه کې پرمختګ وکړي.

په افغانستان کې د اداري فساد په وړاندې د ناټو د روزنې د ماموریت مشر ډګروال توماس امبیرګ وویل، د افغانستان د اردو په سلو کې ۹۵ او د پولیسو په سلو اویا ځواکونو ته معاش د بانکي سیستم له لارې مستقیماً د هغوی حسابونو ته لیږدول کیږی او په دې تو ګه د هغوی قوماندانان چې پخوابه معاشونه د دوی له خوا ورکول کېدل، نور د معاش په چارو کې دخالت نه لري.

ښاغلي امبیرګ وویل، د پولیسو میاشتنی متوسطه تنخوا تر۲۴۰ ډالرو پورې لوړه شوې ترڅو دوی له رشوته واړوي او هم یې د طالبانو په نسبت مالي امتیازات زیات کړي.

هغه زیاته کړه، د ناټو ځواکونو دغه راز له تیلو سره یو شین رنګ ګډ کړی، ترڅو هغه کسان چې د دی تیلو د غلا او بیا پلورو هڅه کوي ژر یې وپیژني.

په افغانستان کې د اداري فساد په وړاندې د ناټو د روزنې د ماموریت مشر دا ومنله، چې دا ډول اقدامات نه شي کولای چې په دې هېواد کې پراخ اداري فساد په بشپړه توګه له مینځه یوسي، خو په دې برخه کې په لوړه او ټیټه کچه د مقرراتو د وضع کولو لپاره اړتیا وه.

ښاغلي امبیرګ زیاته کړه، که موږ دلته دې هڅو ته دوام ورکړو او د اداري فساد زمینې محدودې کړو، نو په راتلونکي کې به د اداري فساد پرضد د مبارزې په برخه کې د لویو پرمختګونو شاهد واسو.

د ملګروملتونو یوه وروستۍ سروې ښیي، چې د افغانانو لویه اندېښنه د اداري فساد مساله ده، چې حتی ډیرځلې یې له امنیتي اندیښنو هم لوړه بولي.

د دې سروې له مخې چې د راند تحقیقاتي موسسې له خوا ترسره شوې او نتایج یې د تیرې جنورۍ په میاشت کې خپاره شول، د افغانستان د کورنیو خالصو عوایدو د څلورو برخو یوه برخه معادل پیسې یې خلک رشوت ورکوي.

چيري بینارډ چې د راند موسسې سره یې په افغانستان کې د ادراي فساد په دې څیړنه کې مرسته کړې وایي، ډېرافغانان د اداري فساد ملامتي پرامریکا اچوي او وایي چې د دوی مالي مرستو دغه ستونزه رامنځته کړې او امریکا باید د دې توان ولري چې اوس یې مخنیوی هم وکړي.

ولسمشر کرزي د اداري فساد په وړاندې د مبارزې د زیاتوالي په ترڅ کې له اداري فساد سره د مبارزې یوه عالي اداره چې مشري یې د محمد یاسین عثماني په غاړه ده رامینځته کړې ده.

بینارډ وایي، دا به له انتظاره لیرې وي، چې ښاغلی عثماني دې د هغو لوړپوړو چارواکو په وړاندې چې په اداري فساد کې ښکیل دي اقدام وکړي بلکې لویدیځ ته په کار ده چې پرځای یې د اداري فساد پرضد هلې ځلې په متوسطه اوټیټه کچه باندې متمرکزې کړي.

بینارد وایي، که عثماني د لوړرتبه چاروکو په وړاندې اقدام وکړي نو به یې ژوندی ونه ګوري.

بینارد زیاته کړه ښه به دا وي چې نوموړي ته اجازه ورکول شي په هغو برخو کې خپل کار ته دوام ورکړي چې د اغیزمنې مبارزې چانس یې ډیر دی.

د هغه په وینا ولې په ټیټه کچه د کارونو د ښه کېدو لپاره اقدام نه کوو چې خلک په ورځنیو چارو کې پیسې مصرفوي.
XS
SM
MD
LG