د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

بريتانيا بيا له افغانستان سره د مرستو ژمنې وكړې


دافغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمى رسول له خپل بريتانوي سيال سره په يوه خبري غونډه كې
دافغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمى رسول له خپل بريتانوي سيال سره په يوه خبري غونډه كې

د افغانستان او برېتانيي د بهرنيو چارو وزيرانو د شنبې په ورځ مازيګرپه كابل كې سره وكتل او يو له بله سره يي د مرستو ژمنې وكړې. د بريتانيي د بهرنيو چارو وزير، چې د هغه هېواد د دفاع او نړېوالې پراختيا له وزيرانو سره تېره ورځ كابل ته راغلى،د هلمند ولايت ته هم تللى او د سيمي له مشرانو سره يي ليده كاته ترسره كړي دي.

له افغانستان سره د بريتانيي د مرستو دوام او د كابل په نړېوال كنفرانس كې د هغه هېواد د چارواكو ګډون هغه موضوعګانې وې، چې د افغانستان او بريتانيي د بهرنيو چارو وزيرانو پرې بحثونه وكړل.

د برېتانيې د بهرنيو چارو وزير ويليام هيګ، چې د هلمند له ولايت څخه راستون شوى، د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير سره يي د شنبې په ورځ له غرمې وروسته د خبريالانو له موجوديته پرته اوږدې خبرې كړې دي.

ده وويل، له ډاكتر زلمي رسول سره يي په افغانستان كې د سولې، بيا رغاونې او پرمختګونو په هكله خبرې ترسره شوي دي:

"موږ، د سولې د مشورتي جرګې، په كابل كې د نړېوال كنفرانس او د ولسي جرګې د انتخاباتو په هكله له افغان چارواكو سره خبرې كړې دي.

زموږ د خبرو اصلي موضوع په افغانستان كې د سولې ټينګښت او د سياسي پروسې پرمختګ دى."

د بريتانيي د بهرنيو چارو وزير، د هغه هېواد د دفاع او نړېوالې پراختيا له وزيرانو سره، د جمعې په ورځ كابل ته راغلى او د هلمند په ولايت كې يي بريتانوي ميشتو ځواكونو او افغان مشرانو سره ليده كاته ترسره كړي دي.

بريتانيه د امريكا د متحدو ايالاتو وروسته هغه هېواد دى، چې د افغانستان په بيارغاونه كې يي زياته مرسته كړې ده.

بريتانيا اوس مهال په افغانستان كې څه باندې اته زره پوځيان لري چې د هلمند په ولايت كې، ميشت دي.

په بريتانيه كې د نوي حكومت د رامنځته كېدو وروسته، دا لومړى ځل دى د بهرنيو چارو وزير يي افغانستان ته سفر كوي.

د افغانستا ن د بهرنيو چارو وزير، د بريتانيي د مرستو مننه وكړه او هيله يي وښوده، چې دا هېواد به په راتلونكې كې هم له افغانانو مرستې وكړي:

"وزير صاحبانو د هغوي د نوي حكومت د مرستو د دوام ډاډ راكړ، هيله ده رغنده كاري اړيكې ورسره ولرو.

بريتانيي نه يوازې دا چې په يوځي برخه كې يي مرسته كړې ده، په اقتصادي او سياسي برخه كې يي هم له موږ سره مرستې كړي دي."

ويليم هيګ له ولسمشر كرزي سره هم ليدلى دي او همدارنګه امريكا ته د افغانستان د ولسمشر حامد كرزي له سفر څخه وروسته، ليد ل كيږي چې دى هېواد د بهرنيو لوړ پوړو چارو تګ راتګ زيات شوې دى.

له دې مخكې د ناروې صدراعظم، د قراقستان، سويډن اوعربي متحدو اماراتوچارواكي، هم كابل راغلي وو.

دا په داسې حال كې ده، چې كابل او په تېره د بلخ ولايت، د جرمني د ولسمشر راتلو ته سترګې په لاره دى.
XS
SM
MD
LG