د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۶

د ماشوم د ادبيات په اړه ژورې اندېښنې


د غونډې ګډونوالود ماشوم په ادبياتو ډير ټينګار وكړ
د غونډې ګډونوالود ماشوم په ادبياتو ډير ټينګار وكړ

په لسګونو ليكوالان او شاعران، چې د معاصر ادب په ځانګړي توګه د ماشوم د ادبياتو لپاره كاركوي د شنبې په ورځ په كابل كې د اوسنيو ادبياتو په شپږم جشن كې سره راټول شوي. د معاصر ادبياتو شپږم جشن به د درې ورځو لپاره دوام وكړي او د هغې د بحث اساسي موضوع په افغانستان كې د ماشوم ادبياتو ته ځانګړې شوې.

د غونډې ګډونوالو په افغانستان كې د ماشوم د ادبياتو روان حالت له لوېو ستونزو سره مخ وباله او ويې ويل، چې بايد په دې برخه كې ګړندۍ هڅې وشي.

د ليكوالانو په وينا په افغانستان كې د زده كړې ټيټ كيفيت د دې لامل كيږي، چې افغان ماشومان له نيمګړي تعليم سره لوى شي.

په كابل كې د ګويته انسټيټوټ د كلتوري چارو مشر ابراهيم هوتك وويل، چې په دې غونډه كې به د ماشوم د ادبياتو پر وړاندې د پرتو ستونزو او پراختيا په اړه بحثونه وشي.

د اوسنيو ادبياتو په شپږم جشن كې د افغان ولسمشر پيغام هم ولوستل شو او په كې ويل شوي وو، چې د ماشوم د ادبياتو دغه غونډه بايد په ولايتونو كې جوړه شوي وايي، ترڅو د لېرې پرتو ولايتونو ماشومان هم تر برخمن شوى واى.

خو چارواكې وايي، چې په ولايتونو كې د امنيتي ستونزو له امله د دې غونډې په جوړولو نه دي بريالي شوي.

د اطلاعاتو كلتور وزارت چارواكې واېې، د ماشومانو د ادبياتو د پياوړي كولو او د ذهنونو د روښانه كولو لپاره بايد په رسنيو كې ښه پروګرامونه جوړشي.

ترڅو د ماشومانو د ادب غوړېدو ته لاره هواره كړي.
د دغه وزارت د خپرونو مرستيال دين محمد مبارز راشدي په دې اړه د خپلو هڅو يادونه هم وكړه:

"د ماشومانو ادبياتو ته بايد ډيره پاملرنه وشي او د ماشومانو لپاره دې په رسنيو كې پروګرامونه جوړشي او د اطلاعاتو او كلتور وزارت هم هڅه كوې ترڅود ماشومانو لپاره مو ډيرخدمت كړى وي او دا به د افغانستان راتلونكي ته يو اساسي خدمت وي"
د ماشومانو ادبياتو ته بايد ډيره پاملرنه وشي: راشدي


كه څه هم افغان چارواكي ادعا كوي، چې دوي د ماشومانو د وضيعت د ښه والي لپاره له هيڅ ډول همكارۍ دريغ نه دي كړي خو خلك وايي د ماشومانو په برخه كې بوختې ادارې او افغان دولت هيڅ كار نه دى كړي.

د رپوټونو له مخې اوس مهال د افغان ماشومانو اساسي حقونه ترپښو لاندې شوي دي بې وزلې، له وخت څخه مخكې ودونه وهل ټكول او داسې نور تاوتريخوالې هغه اساسي عوامل دي، چې د ماشومانو په روح او روان يي ژورې بدې اغيز كړي دي.

د نوېومعلوماتو له مخې اوس مهال يواځې په كابل ښار كې شپيته زره ماشومان كار كوي چې دغه شمېر ماشومان له ډول ډول ناوړه فزيكي او جنسې عملونو سره مخ دي چې كله نا كله دغه ماشومان د قاچاق په دام كې هم نښلې.

راپور: ذكيه غياثي
XS
SM
MD
LG