د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۷

یفتلي: د پامیر دغورځېدلي الوتکې قربانیانو پېژندل وخت ته اړتیا لري


د ملي اردو د روغتيايي څانګې مشر ډاكټر احمد ضيا يفتلي
د ملي اردو د روغتيايي څانګې مشر ډاكټر احمد ضيا يفتلي

په داسې حال كې چې د پامير په رالويدلي الوتكه كې د مړو شويو كسانو د كورنۍ غړي د سردار محمد داود خان د شفاخانې د دروازو تر شا ولاړ او د خپلو مړو غوښتنه كوي، د نوموړې شفاخانې مشر د طياري د قرباني شويو كسانو له كورنیو غواړي، چې دوی ته وخت وركړي ترڅو مړي را انتقال او وپيژندل شي.

د پامير د هوايي شركت د رالويدلي الوتكې د مسافرينو د پيژندګلوۍ لپاره هڅې پيل شوي، څو هر مسافر د هغوى كورنيو ته وسپارل شي.

د ملي اردو د روغتيايي څانګې مشر ډاكټر احمد ضيا يفتلي وويل، چې د وژل شويو كسانو د سمې پيژندنې په اړه يوې مودې ته اړتيا شته ترڅو كره لابراتواري څېړنه پرې وشي.

ښاغلي يفتلي همدا راز د قرباني شويو كسانو له كورنیو وغوښتل، چې د دې څيړنې ترپايه پورې دې صبر وكړي.

"هغه جسدونه چې موندل شوي دي، له بده مرغه جوړ نه دي، ټول ټوټې ټوټې دي او نه پيژندل كيږي نو موږ نه شو كولای دا جسدونه په بيړه وپيژنو او خپلوانو ته يې وسپارو، دا نا ممكن دي موږ كوښښ كو چې ژر وپيژندل شي اوس هم ژموږ ټيم پرې بوخت دی.

موږ غواړو چې ځيني جسدونه د پتالوژۍ له مخې وپيژنو خو ځيني نور جسدونه چې پيژندل يې له فزيكي اړخه ګران كار دی نو دا يوه اندازه پرمختللو معايناتو ته اړتيا لري، چې دا ډول معاينات په افغانستان كې دننه ناممكن دي."

د ارود د روغتيا د برخې مشر همدا راز له هغو بهرنيو هيوادونو څخه، چې وګړي يې په دې الوتكه كې وژل شوي غوښتي، چې د خپلو مړو د پيژندنې لپاره روغتيايي ټيمونه كابل ته راوليږي.

په همدې وخت كې په ولسې جرګه كې د كندز د خلكو استازو هم د دې الوتكې د راغورځيدلو د علت د روښانه كولو لپاره د پلټننو غوښتنه وكړه.

په ولسي جرګه كې د كندز د خلكو استازى معين مرستيال وايي.

"د وژل شويو كسانو كورنۍ د خپلو مړو د ترلاسه كولو غوښتنه كوي، خو روغتون دې ته منتظر دی، چې د وژل شويو كسانو د بدن ټول غړي مكمل وپيژندل شي او بيا يې ورته سپاري، چې ډاكټران اوس پرې كار كوي.

ما په دې اړه له ډاكټرانو سره خبرې وكړې چې دوی ته دې مړي وركړي، يو خو د دوی كورنۍ په انتظار دي او بل شريعت هم دا اجازه نه وركوي چې مړي دې تر ډېره پاتي شي.

دا موضوع د يو كس نه ده دا د ټول افغانستان ده بايد په جدي توګه وڅيړل شي."

د تيرې اوونې د دوشنبې په ورځ د پامير د هوايي شركت يوه الوتكه، چې له كندز څخه د د كابل په لور الوتلې وه، د خپلې پنځه كسيزه حملې او اته دېرشو مسافرينو سره د پيښې ښكار شوه.

د مسافرينو خپلوان بيا له دوه ورځو راهيسې د سردار محمد داود خان د روغتون تر مخ د خپلو مړو د ترلاسه كولو لپاره په بې صبرۍ شيبې شماري يو تن، چې سيد رسول نومېده او په دې الوتكه كې يې نږدې خپل له لاسه وركړی دی وايي.

"زما نوم سید رسول دی او د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ اوسېدونکی یم. دغه طیاره چې غورځېدلې ده په دې کې زما د عمه زوی اختر کوهستانی موجود و او موږ راغلي یو، چې دهغه جسد که پوره یا نیمګړی وی په عاجله توګه راوسپاري، څو کورنۍ ته یې اطمینان ورکړو."

په همدې حال كې د كورنېو چارو وزارت مرستيا جنرال داود، داود وايي د هوا د خرابوالي له امله د شنبې ورځې د عملياتو په پايله كې د وژل كسانو د جسدونو راليږل له ستونزې سره مخ شوي دي.

د ترانسپورټ او هوايي چلند چارواكي وايي، دوی به د تور صندوق یا بلک باکس د مطالعې وروسته چې د الوتكې د نسكورېدو علت روښانه كوي، د الوتكې د پرې وتلو په اړه معلومات وركړي.

چارواكي وايي، د پامير د هوايي ليكې دا را لوېدلي الوتكه بيمه وه او د قرباني شويو كسانو كورنيو ته به يو لك ډالر هم وركړل شي.

راپور: ذكيه غياثي
XS
SM
MD
LG