د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۳

ولسي جرګې د كابينې د پاتې غړېو د نه ورپيژندلو له امله د چوپتیا احتجاج کړی


ولسي جرګې تېره اونۍ پريكړه وكړه چې كه چيرې تر شنبې پورې جمهور رئيس د كابينې پاتې غړي ور ونه پيژني
ولسي جرګې تېره اونۍ پريكړه وكړه چې كه چيرې تر شنبې پورې جمهور رئيس د كابينې پاتې غړي ور ونه پيژني

د افغانستان ولسي جرګې له خپل پخواني خبرداري سره سم د شنبې په ورځ د ولسمشر له خوا د كابينې پا تې غړېو د نه معرفي كېدو له امله غلى احتجاج پيل كړ. د دوى د دغه احتجاج بل علت د ولسمشر د دوېم مرستيال كريم خليلي چې د بيړنيو حالاتو د كمېټې رئيس هم دى، ولسي جرګې ته نه حاضرېدل هم بلل شوي دي.

د ولسمشر حامد كرزي له خوا د كابينې د پاتې غړېو په معرفي كولو كې د مياشتو مياشتو ځنډ له امله د ولسي جرګې غړېو د خپلو اعتراضونو په لړ كې د شنبې په ورځ غلى احتجاج پيل كړ.

وكيلانو پريكړه وكړه، تر څو پورې چې ولسمشر د خپلې كابينې پاتې غړي نه وي ور پيژندلي، همدا راز د ولسمشر دوېم مرستيال كريم خليلي يې غونډې ته نه وي حاضر شوى، خپل غلي احتجاج ته به ادامه وركوي او په هيڅ كومې اجنډا به بحث نه كوي.

ولسي جرګې له كريم خليلي نه غوښتي و، چې د بيړنيوحالاتو د كمېټې له رياست نه چې د دوى په وينا په كارونو كې يې نيمګړتياوې دي، استعفى وكړي.

د ولسي جرګې رئيس يونس قانوني د وكيلانو پريكړه داسې اعلان كړه:

"درنو وكيلانو نن مو په اتفاق سره په كاري اجنډا كې هيڅ شى نه دى داخل كړى، پريكړه مو وكړه چې نن د چوپتيا په غوره كولو سره په دې تالار كې د ښاغلي خليلي د راتګ او يا يې هم د بيړنيو كمېټې له رياست نه د استعفا او د كابينې د پاتې غړو د لست د را ليږلو په انتظار يو.

موږ به همدې طريقې ته ادامه وركړو او كه چيرې هغوى په خپل چلند كې بدلون راوست بيا به موږ پرې بحث وكړو."

په روانه مياشت كې دا دوېم ځل دى چې ولسي جرګه ولسمشر ته وخت وركوي چې د خپلې كابينې پاتې يولس وزيران د باور رايې د ترلاسه كولو لپاره ور وپيژني او سرپرست وزيران له كاره ګوښه كړي.

د ولسي جرګې اداري پلاوى وايي، ولسمشر ورسره ژمنه كړې وه، چې د امريكا د متحده ايالاتو له سفرڅخه له راستنېدو وروسته به كانديد وزيران ور وپيژني خو داسې ونه شول.

بل خوا د ولسمشر يوه وياند سيامك هروي له ولسي جرګې وغوښتل، چې خپلو كارونو ته ادامه وركړي.

هغه ازادۍ راډيو ته وويل، چې ولسمشر د كابينې د غړو په ټاكلو كې له پوره دقت نه كار اخلي ځكه خو وخت هم نيسي:

"ولسمشر غواړي، چې يوه داسې كابينه ولري چې د افغانستان د خلكو هينداره وي، خلك په كې ځان وګوري، له همدې امله لا ډير كار او توجه ته اړتيا لري او په يوه ورځ دوو ورځو كې نه شي كېداى.

موږ فكر كوو، ښه به دا وي چې پارلمان خپل كار ته ادامه وركړي، د هېواد مهمې چارې ونه ځنډوي.

ولسمشر به په مناسب وخت كې هر كله چې په يادو شوېو معيارونو برابر خلك غوره كړي، ليست به يې جوړ كړي او ور وبه يې ليږي."

بل خوا د افغانستان د ولسمشر دوېم مرستيال او د بيړنيوحالاتو د كمېټې رئيس كريم خليلي د ولسي جرګې له پرله پسې غوښتنو سره سره د دغې جرګې غونډې ته حاضر نه شو، چې له سيلاب ځپلو خلكو سره د يادې شوې كمېټې د مرستو په اړه معلومات وركړي.

تېره اونۍ ښاغلي خليلي د ولسي جرګې د غوښتنې په اړه وويل:

"هر هغه څه چې قانون يې حكم وكړي، زه يې په خدمت كې يم. خو د پارلمان له غړو يوه غوښتنه لرم، نه بايد د يو لړ انتقادونو له امله چې ويلي مې و، د ملت په كور كې تراوسه پورې عدالت نه دى پلى شوى او د افغانستان خلك يې په اداري پلاوي كې ځان نه ګوري، داسې نه وي چې د دې خبرو انتقام واخلي.

بله خبره دا ده چې ځينې وكيل صاحبان د بلې دورې كانديان هم دي او دا دريځونه بايد د كمپاين اړخ ونه لري."

كه څه هم د ولسمشر په توګه د حامد كرزي د دوېم ځل له ټاكل كېدو نه څو مياشتې تېرې شوي، خو تراوسه پورې يې كابينه نه ده بشپړه شوې.

نوموړي دوه ځلې د خپلې كابينې غړي ولسي جرګې ته د باور رايې د ترلاسه كولو لپاره ور وپيژندل، خو په هر ځل يې زياتره رد شول او څوارلسو وزيران د باور رايې په ترلاسه كولو بريالي شول.

ځينې وكيلانو ويلي، چې ولسمشر غواړي پاتې يولس وزيران له انتخاباتو وروسته بلې ولسي جرګې ته ور وپيژني، خو د جمهوري رياست چارواكي دا يوازې د وكيلانو انګيرنه بولي.
XS
SM
MD
LG