د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۶

امريكايي قومندانان په ژړې ولسوالۍ كې خپل ځواكونه تنظيموي


كندهار په را روان دوبي کې د امريکايي پوځيانو لپاره کليدي اهميت لري
كندهار په را روان دوبي کې د امريکايي پوځيانو لپاره کليدي اهميت لري

امريکايي قوماندانان په هغه سيمه کې خپل ځواکونه تنظيموي، چې کلونه مخکې ملا محمد عمر په کې طالبان تنظيم کړل، امريکايي پوځيان هڅه کوي د ژړۍ ولسوالۍ کنټرول په خپل لاس واخلي چې د کندهار د امن لپاره کليدي اهميت لري. وسلوال طالبان د کندهار ښار په دېرش کيلومترۍ کې له ژړۍ ولسوالۍ څخه د خپلو بريدونو د تنظيمولو لپاره کار اخلي.

وسلوال طالبان د کندهار ښار په دېرش کيلومترۍ کې له ژړۍ ولسوالۍ څخه د خپلو بريدونو د تنظيمولو لپاره کار اخلي.

کندهار نيم مليون نفوس لري، دې ښار ته امن راوستل، په را روان دوبي کې د امريکايي پوځيانو لپاره کليدي اهميت لري، د دې لپاره، د امريکا په مشرۍ ځواکونه غواړي د ژړۍ ولسوالۍ او د کندهار د شمالي او لوېديځو سيمو کنټرول په خپل لاس واخلي.

په ژړۍ کې د جنګي قطعې د قوماندان مرستيال ډګرمن ډېو ابراهامس چې په ژړۍ کې به د دغو عملياتو مشري کوي وويل، ژړۍ د کندهار د جنګ ډګر دى او طالبان په کې د فعاليت او عملياتي کنټرول ازادي لري.

په تېرو کلونو کې هم ناټو ځواکونو له ژړۍ او پنجوايي ولسواليو څخه د طالبانو د ايستلو هڅه کړې وه. خو دوى کافي ځواک نه درلود چې سيمې له طالبانو وساتي او د وسلوالو له موجوديت څخه يې پاکې کړي.

اوس ائتلافي ځواکونه غواړي په ژړۍ کې چې تقريباً ١٠٠٠ عسکر يې په کې دېره دي، تر را روان دوبي پورې د خپلو ځواکونو شمېر ٣٠٠٠ ته زيات کړي، خو بيا به هم ژړۍ ته د امن راوستل ځکه مشکل کار وي، چې د اسوشېټېډ پرېس په حواله، دغه ولسوالۍ له ډېرې مودې راهيسې تقريباً ټوله د طالبانو په ولکه کې ده.

د ژړۍ په لوېديځ کې د يوې جنګي قطعې قوماندان ډګرمن جېفري فرينچ وويل، طالبان به له وخت څخه په استفادې خپلې وسلې، مهمات او چاودونکي مواد زيات کړي، نوموړي زياته کړه، ښايي په پسرلي کې به زيات طالبان ژړۍ ته راغلي وي، خو نوموړي يې دقيق شمېره په ګوته نه کړ.

د اسوشېتېډ پرېس اژانس په حواله، د استخباراتي معلوماتو کموالى هغه ستونزه ده، چې اکثره وخت سرتېري د بېګناه کروندګرو او طالب جنګياليو ترمنځ فرق نه شي کولاى، ځکه د ناټو د يوه بل قوماندان په وينا، خلک دلته يو ډول کالي اغوندي او څېرې يې هم سره ورته دي.

په لکوخېل کلي کې د ناټو يوه قوماندان بريدمن سکاټ دويلې وويل، دا طالبانو ته ډېره اسانه ده، چې څو ډزې وکړي، بيا خپلې وسلې کښېږدي او بېل راواخلي او له سيمې پښې سپکې کړي.

لکوخېل په ژړۍ کې هغه سيمه ده چې ملا محمد عمر په کې په ١٩٩٤م کال کې طالبان د يوه تحريک په چوکاټ کې سره راټول کړل.
XS
SM
MD
LG