د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۳

ناټو: د افغان امنیتي ځواک پراختیا له ستونزو سره مخ ده


ناټو د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې چاره په دې نیت چټکه کړې چې په دې پوځ کې اصلاحات رامینځ ته کړي ځکه ډېر خلک په دې نظر دي چې افغان پولیس په عامو افغانانو کې ډېر ښه اعتبار نه لري . په لیکو کې یې مخدرمواد استعمالېږي، فساد په کې دی او اکثراً د یوه بې کفایته ځواک په سترګه ورته کتل کېږي.

ډګرجنرال ویلیم کالدویل چې د ناټو په چوکاټ کې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې مسوول دی وايي د افغان پولیسو په لیکو کې په سلو کې اتیا بیسوادي، فساد او د روزل شویو افرادو کمی د دې ځواک د ودې په لاره کې لوی خنډونه دي.

دا په داسې حال کې ده چې ناټو غواړي تر ۲۰۱۱ کاله پورې د افغان پولیسو او ملي اردو د سرتېرو شمېر له درې سوه زرو واړوي.

امریکا او متحدان یې په پام کې لري چې په راتلونکي میلادي کال له افغانستانه د خپلو ځواکونو اېستل پیل کړي نوځکه د افغان ځواکونو روزنه د ناټو د هغې ستراتیژۍ لپاره هم ډېر اهمیت لري چې غواړي د امنیتي چارو مسوولیت بالاخره افغانانو ته وسپاري.

خو امریکایی جنرال ویلیم کالډوېل په دې اړه اندېښنه وښوده ویې ویل چې د افغان پولیسو مسلکي کول د یوې ورځې کار نه دی. ده زیاته کړه، دا په رښتیا سره یوه ستونزه ده ځکه د پولیسو زیات شمېر افرادو ته چې په دې ځواک کې دنده سرته رسوي، مسلکي روزنه نه ده ورکړل شوې.

جنرال کالډوېل چې د ایټالیا په مرکز روم کې خبریالانو ته وینا کوله وویل، افغان پولیسو ته د بشري حقونو درس نه دی ورکړل شوی او دا نه دي ورته ویل شوي چې دوی د خلکو د خدمت لپاره دي.

ده زیاته کړه، ناټو د پولیسو او ملي اردو د سرتېرو لپاره چې د لوستو کسانو شمېر یې په سلو کې شل دی د سواد زده کړې کورسونه جوړ کړي دي. جنرال کالډوېل همداراز یادونه وکړه چې د سواد زده کړې په برخه کې د ناټو تمه ډېره زیاته نه ده او اوس مهال ټول تمرکز پر دې دی چې دوی ته یوازې ابتدايي سواد ورزده کړي نه د دولس کال د یوه فارغ په سویه.

د ناټو دې چارواکي وویل چې د پولیسو بېسوادۍ حتی په ډېرو ساده مواردو کې دوی ته ستونزې جوړې کړې دي. ده په دې برخه کې د مثالونو یادونه وکړه ویې ویل، چې یو پولیس باید د اړتیا په وخت کې ځینې یادداشتونه او د موټرو نمبرپلېټونه ولیکلای شي، باید له یوه چا نه سند واخیستلای شي او نور دې ورته کارونه وکړي، خو که سواد ونلري نو د پولیسو د یوه سرتېري یا افسر په توګه به د خپلې دندې په سرته رسولو کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ شي.

ډګرجنرال ویلیم کالډوېل ومنله چې فساد د افغان پولیسو په لیکو کې تر ټولو لویه ستونزه ده. ناټو غواړي چې د لوړو معاشونو د ورکولو او په چارو کې د شفافیت له لارې دا ستونزه حل کړي.

ښاغلي کالډوېل وویل، په دې کې هېڅ شک نشته چې فساد یوه عمده ستونزه ده او ټول په دې خبره متفق دي. د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې د مسوول ډګر جنرال ویلیم کالډویل په وینا، د دې ستونزې د حل لپاره باید داسې شرایط رامینځ ته شي چې افغان پولیس د فساد له عادته لاس واخلي.
XS
SM
MD
LG