د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۵۵

سيامك: ولسې جرګې ته دپاتې وزيرانو د پيژندلو لپاره دوه ورځې كم وخت دى


ښاغلی سیامک وايي، چې ولسمشر هڅه کوي تجربه لرونکي او وطن پرسته کسان پیدا او ولسي جرګې ته ور معرفي کړي.
ښاغلی سیامک وايي، چې ولسمشر هڅه کوي تجربه لرونکي او وطن پرسته کسان پیدا او ولسي جرګې ته ور معرفي کړي.

په داسې حال كې چې ولسې جرګې حكومت ته د كابينې د پاتې غړو د پيژندلو لپاره راتلونكې شنبې ورځ وروستى ضرب الاجل ټاكلى خو حكومتي چارواكي د كابينې د پاتې وزيرانو د معرفي كولو لپاره د ولسې جرګې له خوا دا ټاكلى وخت كم بولي.

خو د جمهور رييس كرزي يوه وياند سيامك هروي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وويل، چې ولسې جرګې ته د كابينې د پاتې وزيرانو پرمعرفي كولو د ولسمشر له خوا جدي كار روان دى او د ملي شورا د اوړي تر رخصتيو وړاندې به دا كارترسره شي:

"د حكومت هڅه او د ولسمشر غوښتنه دا ده، چې تجربه لرونكي او وطن پرسته كسان پيدا او ولسې جرګې ته يې واستوي خو د دې كار لپاره دوه ورځې كم وخت دى، حتى امكان نه لري.

موږ به ډېره هڅه وكړو ترهغه وخته چې ملي شورا په رخصتيو ځي د كابينې د پاتي غړو لست برابر او ولسې جرګې ته واستول شي."

د افغانستان د ولسې جرګې غړو د چهار شنبې په ورځ د دې جرګې په عمومي غونډه كې ګواښ وكړ، كه چيرې د كابينې پاتې وزيران د باور رايې د ترلاسه كولو لپاره د راتلونكې شنبې ترورځې معرفي نه شي نو دوى به پرهيڅ يوه كاري اجنډا بحث ونه كړي او د اعتراض په توګه به چوپتيا غوره كړي.

د دې جرګې يوه غړي ډاكټر كبير رنجبر ازادي راډيو ته وويل، چې له تېرو درېيو مياشتو راهيسې يوشمېر كسان د جمهور رييس له خوا سرپرست وزيران ټاكل شوي، چې د ده خبره دا د افغانستان د اساسي قانون خلاف عمل دى.

ډاكټر رنجبر د ولسې جرګې په كړې پريكړه ټينګار وكړ او څرګنده يې كړه، چې دوى نور سرپرست وزيران نه شې زغملاى:

"اوس د اجرايه قوې له خوا د مقننه قوې صلاحیتونو اخیستل کیږي، د همدې لپاره هڅه کوو، چې په جرګې کې د شنبې له ورځې کومه اجنډا ونه لرو او سکوت اختیار کړو او د افغانستان ولس په دې خبر شي، چې اساسي قانون تر پښو لاندې کیږي."

دا څرګندونې په داسي حال كې كيږي، چې له اوس نه نږدې درې مياشتې مخكې د ولسمشر له خوا يوشمېر كانديد وزيران د ولسې جرګې له خوا رد شول او له هماغه وخته تراوسه يوولس وزارتونه د سرپرستو وزيرانو له خوا اداره كيږي.

د سياسي چارو څيړونكي هم وايي، چې جمهور رييس بايد ډېر مخكې ولسې جرګې ته وزيران معرفي كړې وای ترڅو ملي شورا له دوى څخه د كړو اجراتو ځواب غوښتې واى او په عين حال كې د مقننه قوې صلاحيتونو ته هم درناوى شوى واى.

د كابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو استاد ودير صافى هم ورته نظر لري خو وايي، چې ولسمشر د جمهوري رياست په تيرو انتخاباتو كې د خپلې بريا لپاره له ځينو سياسي ګوندونو او كړيو سره د ځينو وزارتونو ژمنې كړي، چې اوس يې ورته په عملي ډګر كې ډيرې ستونزې جوړې كړي دي:

"ښاغلی کرزی یوه ستونره لري، هغو کسانو چې دوی ته دې خلک ورپېژندلي دي، هغه د دې شرايط واجبین نه دي، هغه د پارلمان له خوا ردیږي. دی اوس بل فورمول وضع کولی نه شي او له دې منجلاق نه ځان ایستلی نه شي، نو ځکه نه شي کولای چې هغه خلک ولسي جرګې ته معرفي کړي."

ټاكل شوې ده د ملي شورا غړي د جوزا يا غبرګولي په پنځلسمه نېټه د يوې نيمې مياشتې لپاره د اوړي په رخصتيو ولاړشي، د ولسې جرګې غړي وايي، چې دوى بايد د اوړي تر رخصتيو مخكې د كابينې پاتې يوولسو وزيرانو ته د باور يا عدم اعتماد رايې وركړي.

افغان حكومتي چارواكو د ولسې جرګې د غړو د انتقادونو په ځواب كې په واروار ويلي، چې جمهور رييس ولسې جرګې ته د كابينې د پاتې وزيرانو په په معرفي كولو كې پڅ عمل نه دى كړى بلكې په دې برخه كې د ولسمشر د كاري مصروفيتونو سره سره هڅه كيږي، چې كارپوهه او مسلكي كسان وزارتونو ته لار ومومي.
XS
SM
MD
LG