د افغانستان د بيا رغونې په برخه كې د سويډن د مرستې پراخول او د افغانستان په شمال كې د دغه هېواد د ډيپلوماتيك شتون پياوړي كول هغه مهم ټكي وو، چې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير له خپل افغان سيال سره پرې خبرې وكړې.
كارل بلد، چې تېره دوشنبه افغانستان ته راغلى دى د چهارشنبې په ورځ يي خبريالانو ته وويل، له افغان چارواكو سره د ده ليدنې كتنې دغه هېواد سره د لا مرستو د ارزونې او په افغانستان كې د دغه هېواد د شتون د پياوړتيا په برخه كې ډيرې مهمې دي:
"زه فكر كوم، چې افغانستان ته بيا بيا سفر د بېلابېلو مسايلو پر سر د خبرو له امله ډير مهم دى، چې په دې توګه به همكارۍ هم ډيرې شي او د سولې د خبرو لپاره به د اسانتياوو د برابرولو په برخه كې مرسته هم وشي، دا د افغانستان د راتلونكې لپاره ډير مهم دى.
تاسې به په راتلونكي كې په مزار شريف كې د سويډن د ديپلوناتيكو هڅو د پراخېدلو شاهدان اووسئ او دا به په هغه څه زياتونه وي كوم چې په كابل كې يي لرو."
د سويډن د بهرنيو چارو وزير، چې تر دې دمخه هم څو ځلي افغانستان ته راغلى دى وويل، چې له مزار شريف څخه چيرې چې د سويډن د ولايتي بيا رغونې ډله هم ميشته ده او دغه شان له هرات ولايت څخه يي ليدنه كړې ده.
نوموړي وويل، چې هېواد يي افغانستان سره د مرستو په برخه كې ژمن دى او د دغه هېواد د بيارغونې په برخه كې به د يو اساسي مرستندوى هېواد په توګه ولاړ وي.
دغه شان د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول د خپل سويډني سيال له سفر څخه د هركلي په ترڅ كې وويل، چې له ښاغلي بلد سره يې د بېلابېلو مسايلو پر سر خبرې كړي دي:
"نن موږ له ښاغلي كارل بلد سره د سولې په جرګې، د كابل په كنفرانس او د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه خبرې وكړې او دغه شان مو د سيمې حالات هم وڅيړل چې په دې برخه كې د نظر يوالې موجود و."
سويډن هغه هېواد دى، چې د جګړو په كلونو كې يې هم له افغان كډوالو سره مرستې كړي دي.
د افغانستان لپاره د سويډن كمېټې په نوييمه لسيزه كې هغه مهال، چې دغه هېواد د تنظيمې جګړو په اور كې سوځېدلو په پاكستان كې افغان كډوالو ته مرستې ويشلې.
د سويډن د بهرنيو چارو وزير په داسې حال كې افغانستان ته سفر كوي، چې افغانستان لا هم نا امنه دى او د بيا رغونې چارې يي ټكنۍ ټكنۍ روانې دي.
خو چارواكي وايي، چې د مرسته كوونكو هېوادونو قوي شتون به د افغانستان اوسني وضيعت ته كرار كرار مثبت بدلون وركړي.