د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۸

ایکن بيري: ډير ژر به ۱۵ زره امريكايي سرتېري افغانستان ته راشي


ايكن بيري: دا اضافي امريكايي سرتېري به تر ډيره په هلمند او كندهار ولايتونو كې ځاى پرځاى شي
ايكن بيري: دا اضافي امريكايي سرتېري به تر ډيره په هلمند او كندهار ولايتونو كې ځاى پرځاى شي

په داسې حال كې چې د اوړي له نږدې كېدوسره په افغانستان كې د نښتو او د وسله والو مخالفينو د فعاليتونو د زياتوالي راپورونه وركول كيږي امريكايي ډيپلوماتان وايي، چې په دې هېواد كې د تروريزم په وړاندې د مبارزې د پياوړي كېدو په هدف تر راتلونكو څلورو مياشتو پورې به پنځلس زره نور امريكايي عسكر هم افغانستان ته را ورسيږي.

په كابل كې د امريكا سفير جنرال كارل ايكن بيري چې د چهارشنبې په ورځ يي په يوه خبري كنفرانس كې امريكا ته د ولسمشر كرزي د سفر په اړه خبرې كولې وويل، چې دا سرتېري د هغو ديرش زرو عسكرو له ډلې څخه دي، چې تېر كال ولسمشر اوباما يي دې هېواد ته د ليږلو ژمنه كړې وه.

جنرال ايكن بيري څرګنده كړه، چې دا اضافي امريكايي سرتېري به تر ډيره په هلمند او كندهار ولايتونو كې ځاى پرځاى شي :

"كوم سرتېري، چې ټاكل شوې ده افغانستان ته وليږل شي تر ډيره به د دې هېواد په جنوب او جنوب ختيځ كې ميشت شي.

ډاډمن يم، چې د دغو عسكرو له راتګ سره به په افغانستان كې د امنيت د ټينګښت په برخه كې پرمختګ وشي، خو په ياد ولرئ چې دا سرتېري په يوازې توګه نه شي كولاى چې پرمختګ وكړي بلكې په دې برخه كې افغان ځواكونه هم مهم رول لري.

نوي امريكايي سرتېري به د افغانستان د ملي اردو او پوليسو د ځواكونو په روزنې او د هغوي د كاري ظرفيت په لوړولو كې هم مرسته وكړي."

په كابل كې د امريكا سفير وويل، چې افغانستان ته د دغو پنځلس زرو امريكايي عسكرو له راتلو نه مخكې د ناټو د نوروغړوهېوادونو پنځه سره سرتېري هم تا زه دې هېواد ته رسيدلي چې په ځينو سيمو كې يي خپل فعاليتونه پيل كړي دي.

جنرال ايكن بيري وويل، چې تر اوسه په افغانستان كې له تروريزم سره په مبارزه كې زر تنه امريكايي پوځيان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي.

د امريكا ولسمشر بارك اوباما د تېر ميلادي كال په وروستيو كې د افغانستان لپاره د خپلې نوې ستراتيژۍ په چوكاټ كې پريكړه وكړه، چې له تروريزم سره د جدي مبارزې او د افغان امنيتي ځواكونو د روزنې په هدف ديرش زره اضافي سرتېري دې هېواد ته را استوي.

هغه دغه راز په ډاګه كړې وه، چې له دې هېواد څخه د امريكايي ځواكونو د بيرته وتلو لړۍ به هم د ۲۰۱۱ م كال په جون مياشت كې پيل شي.

خو په كابل كې د امريكا سفيروويل، چې هېواد يي له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو كې په اوږد مهاله مرستو ژمن دى او له دې هېواد څخه د امريكايي عسكرو د بيرته وتلو وخت او څرنګوالى د افغان ځواكونو كاري ظرفيت او پياوړتيا پورې اړه لري:

" د ۲۰۱۱ م كال په جولاى مياشت كې په افغانستان كې د امريكايي سرتېرو شمېر كميږي خو لا تر اوسه د عسكرو د شمېر په اړه كومه پريكړه نه ده شوې.

دا كار په افغانستان كې وضعې ته په كتو سره كيږي او د افغان ځواكونو پياوړتيا پورې مربوطه ده.

څومره چې د افغان امنيتي ځواكونو د روزنې پروسه چټكه پرمخ ولاړه شي هغې ته په پام په هماغه اندازه له دې هېواد څخه د امريكايي سرتېرو په كمولو كې اقدام كيږي."

جنرال ايكن بيري امريكا ته د ولسمشركرزي او ورسره پلاوي سفر مهم او بريالى وباله او زياته يي كړه، چې دا ليده كاته د افغانستان او امريكا د مشرانو لپاره د اړيكو د لا ټينګښت لپاره يوښه فرصت وو.

افغانستان ته د نورو امريكايي سرتېرو له راتګ څخه په داسې حال كې خبرې كيږي چې د راپورونو له مخې په كندهار ولايت كې د پراخو پوځي عمليات د ترسره كېدو لپاره تيارى نيول كيږي او دغه راز ويل كيږي چې د افغانستان په بېلابېلو سيمو كې د وسله والو مخالفينو خوزښت او فعاليتونه هم زيات شوي دي.
XS
SM
MD
LG