د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۳

راسخ:د ترانسپورت په برخه كې اغيزمن ګامونه پورته شوي


د خصوصي شركتونو ريیسان وايي، دوى د لارو په اوږدو كې له ډول ډول ستونزو سره مخ دي.
د خصوصي شركتونو ريیسان وايي، دوى د لارو په اوږدو كې له ډول ډول ستونزو سره مخ دي.

د لومړي ځل لپاره د ځمكني ټرانسپورټ د ستونزود څيړلو په مقصد په كابل كې يو كانفرانس جوړشو.په دې كنفرانس د هېواد د سلګونو ترانسپورتي شركتونو ريسانو ګډون كړى او هر ېو به په كې د دوى ستونزې په ګوته كړي.

د افغانستان او ګاونډېو هېوادونو په خاوره كې، د هېواد د ټرانسپورټي شركتونو د فعاليتونو د ښه والي او پراختيا لپاره نوې هڅې پيل شوي دي.

په دى مقصد د چهارشنبې په ورځ د هېواد د ټولو ټرانسپورټي شركتونو د ريسانو په ګډون په كابل كې د ټرانسپورټ د وزارت له خوا يو دری ورځنى كنفرانس جوړ شو.

د افغانستان د ټرانسپورټ د وزارت مرستيال غلام علي راسخ وويل، د دوى هدف دادى چې افغان ټرانسپورټي شركتونه د دې جوګه كړي، چې د ايكو د سازمان د اصولو سره سم د جنوبي او منځني اسيا هېوادونو ته په قانوني توګه تګ راتګ وكړى شي.

ښاغلي راسخ په دې اړه زياته كړه:
راسخ:موږ د ايكو د سازمان د (تير) د څانګې لس كلن غړيتوب لرو


"د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت د ټرانسپورټ د سټنډرډ كولو لپاره اغيزمن ګامونه پورته كړي دي.

موږ د ايكو د سازمان د (تير) د څانګې لس كلن غړيتوب لرو، خو دا چې ټرانسپورټ مو د هغوي په معيارونو برابر نه دى له مرستو يي هم بې برخې يو، غواړو ټرانسپورټ مو دا وړتيا پيدا كړي، چې د ګاونډېو هېوادو د اصولو سره سم ټولو هېوادو ته تګ راتګ وكړي او د ايكو د سازمان مرستې جلب كړو."

د ټرانسپورټ د وزارت چارواكو وويل، چې دا لومړى ځل دى چې د هېواد د ټرانسپورټي شركتونو د ستونزو د حل لپاره د ايكو د سازمان په مرسته يو كنفرانس جوړيږي.

په افغانستان كې اوس مهال په سلګونو خصوصي ټرانسپورټي شركتونه شته، چې يوازې په هېواد كې دننه او د ګاونډېو هېوادونو تر پولو پورې فعاليت كوي او تر اوسه د دې اجازه نه لري، چې د ګاونډېو هېوادو په خاورو كې دى په ازاده توګه فعاليت وكړي.

د خصوصي شركتونو ريیسان وايي، دوى د لارو په اوږدو كې له ډول ډول ستونزو سره مخ دي او كه ستونزو ته يي تدابير ونه نيول شي افغان ټرانسپورټ به له اوسنى كمزوري حالت څخه ونه وځي.

د احمدشاه دوراني د ټرانسپورټي شركت مرستيال ډاكتراحمدالله وايي:

"په مركز او ولايتونو كې را څخه په غير قانوني توګه پيسې اخيستل كيږي،لارې او سړكونه په ډير ځايونه كې خراب دي او نا امني هم زياته ده.

دا ټولې ستونزې دي، چې پر ټرانسپورټ يي اغيزه كړې ده. كه دا كنفرانس عملي بڼه غوره نه كړي، بې ګټې پريكړې او خبرې به وي."

د ټرانسپورټ وزارت وايي، د كنفرانس له هدفونو يو دا هم دى چې د شته ستونزو حل ته لارې وموندل شي.

په دې هكله د سوداګرۍ د وزارت چارواكي وايي، چې كابو يوه اوونې مخكې په كابل او اسلام اباد كې له پاكستاني چارواكو سره دې ته نږدې شوي دي، چې لږه موده وروسته به افغانستان ټرانسپورټ د دې اجازه ولري چې د پاكستان او هندوستان ترمنځ د واګى تر بندره پورې د دوي مالونه وليږدوي.

راپور: خان محمد سيند
XS
SM
MD
LG