د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۴

ولې د پامیر غورځېدلي الوتکې عمليات نتيجه نه وركوي؟


د پامير د هوايي ليكې د پرې الوتكې د موندلو لپاره د روانو هڅو كومې نتيجې ته نه رسيدل په افغانستان كې د دا ډول پيښو په وړاندې د چارواكو په چلند پوښتنې راولاړې كړي.

د پامير د هوايي ليكي دا الوتكه، چې د دوشنبې په ورځ سهار له شمالي ولايت كندز نه د كابل په لور الوتلې وه، د پلازمينې په شمال كې د سالنګ په لوړو كې پرې وتلې او لا هم د خپلې املې د پنځو غړو او اتو دېرشو سپرليو سره لادركه ده.

د اريانا افغان هوايي ليكې رييس معين خان وردك، چې په خپله يو پيلوټ دی روانې هڅې ځكه نيمګړې بولي، چې د ده په وينا په افغانستان كې له هوايي پېښو سره د چلند په برخه كې هيڅ ډول مخكيني تدابير نه دي اټكل شوي.

ښاغلې وردك وايي، په افغانستان كې د هوايي ليكو اوسني فعاليت ته په پام سره بايد په دې برخه كې مسوولانه چلند وشي.

"همدا اوس په هېواد کې پنځه ایرلاینه فعالیت کوي، په څنګ کې یې د نورو هېوادو الوتکو په برخه کې دا مسوولیت لرو، کوم چې د افغانستان په فضا کې پرواز کوي، هغوی د اوور فلای په نامه پیسې ورکوي.

کله: پرون ایر دوبې پرواز پیل کړ، مخکې له هغه نه ایر انډیا پرواز کوي، په اوونۍ شپږ ورځې پي، ای، اې پرواز کوي، د ایران اسمان ایر پرواز کوي، نورې کارګو الوتکې دلته راځي، که چېرې خدای نه کړي دوی ته کومه ستونزه پیدا شي، دوی ته هم موږ مسوول یو.

موږ باید د دوی مشکل ته وروادنګو او د دوی مشکل پوره حل کړو."

ښاغلی وردك وايي، چې د الوتكې د پرې وتلو ځاى په موندلو كې دا ځنډ كله نه كله د دې لامل هم ګرځي، چې كه په ممكنه ډول كوم مسافر ژوندی پاتې وي هغه هم له منځه ولاړ شي.

له بل لورې يو شمېر خلك بيا د اړوندو ادارو هڅو ته له پام پرته په خپله پيڅې بډوهلي او هڅه كوي خپله ځانونه د الوتكې د پرې وتلو سيمې ته ورسوي.


د لوګر ولايت د محمد اغې ولسوالۍ اوسيدونكی محمد اشرف يو له هغو كسانو څخه دی، چې په دې الوتكه كې يى خور او د شركت يو همكار سفر كاوه.

ده له ازادي راډيو سره په خپلو خبرو كې د دې الوتكې د موندلو لپاره روانې هڅې نيمګړې وبللې او ويې ويل، چې په دې عملياتو كې لږ امكانات كارول كيږي.

"زه په خپله پرون تر یوولسو بجو په سالنګ کې وم، دوی موجود وو خو اقدامات یې نه دي کړي، په دغه پرسونلو دا عملیات ناشوني دي.

زه خپله درې بجې بېرته سالنګ ته ورغلم او تر هغې جګې څوکې څومره چې شونی و وروختم، د دوی یو تن هم نه و. نن ټوله ورځ اسمان شین و، دوی ورته الوتکې ونه لېږلې."

له محمد اشرف سره په لسګونو نور كسان هم ملګري وو، دوى ټولو په يوه خله ويل كه چيرې د الوتكې د موندلو لپاره پراخ او موثره هڅې پيل نه شي نو سخت غبرګون به وښيي.

خو د ټرانسپورټ وزارت چارواكو، چې د لټون د عملياتو مشري كوي دا په كلكه رد كړه، چې ګواكې دوى له دې پيښې سره سم چلند نه كوي.

د دغه وزارت وياند ننګيالي قلات د ازادي راډيو ته په خپلو خبرو كې د قربانيانو د وارثينو احساساتو ته د درناوي په وړاندې كولو سره وويل، چې دوى د يو منظم پلان له مخې په دې برخه كې كار كوي.

ښاغلي قلات وال د هوا خرابوالې يو ځلې بيا د دوى د هڅو په وړاندې يو اساسي خنډ وباله خو هيله يې څرګنده كړه، چې ډير ژر به د الوتكې پاتې شوني وموندل شي.

"زما په اند دا خبره سمه نه ده، چې دوی وايي څومره چې لازم دي عملیات نه دي شوي. همدا اوس چې زه تاسو سره خبرې کوم، د نړېوالو ځواکونو ۶ هلی کوپترې سیمې ته ورغلي.

زه هیله کوم چې په ډېر لږ وخت وکړای شو، چې اصلي ځي ته ځان ورسوو او په جزیاتو باندې ځان پوه کړو."

په تيرو پنځو كلونو كې په افغانستان كې د كومې مسافر وړونكې الوتكې د پرې وتلو دا دويمه پيښه ده، تر دې مخكې د كام اير د خصوصي هوايي ليكې يوه الوتكه د كابل په ختيځ كې غورځيدلې وه، چې په كې له سلو نه زيات كسان وژل شوې وو.

كتونكي دغو دواړو پېښو سره د اړوندو ادارو چلند ته په اشارې وايي، چې د افغانستان فضايي حدود اوس د پخوا په پرتله زيات مصروف دي او چارواكي بايد له داسې پيښو سره د چلند په برخه كې مخكيني تدابير ولري.
XS
SM
MD
LG