د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۹

د مارجې کروندګر د طالبانو له وېرې په وتو دي


دوپنځوس کلن عبدالرحمن په دې ولسوالۍ کې په کرنه اخته و، خو په دې وروستيو کې له مارجې څخه وتلى دى او وايي هره ورځ له لسو نيولې تر شلو پورې کورنۍ له مارجې کډه کوي، ځکه د دۀ په وينا په دې ولسوالۍ کې امنيتي وضعيت ډېر خراب شوى دى.

٥٥کلن بزګر عبدالملوک اکا، چې خپله کډه او کوچنيان يې په يوه ټراکټور کې انتقالول وويل، هره ورځ د مارجې په شا و خوا سيمو کې ډزې او جګړې کېږي، امن نه و، نو ځکه دى له سيمې کډې ته اړ شو.

له دې وړاندې هم د سيمې اوسېدونکو له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې ويلي وو، چې په خپله سيمه کې د طالبانو له نفوذ څخه په وېره کې دي:

په لښکرګاه کې د افغاني سرې مياشتې ټولنې په حواله، په تېرو دوو اوونيو کې له مارجې څخه يونيم سل کورنۍ بېځايه شوې دي.

پر دې مسئلې انټرنشتل هرالډ ټربيون ورځپاڼې هم ليکنه کړې، زياتوي، طالبانو بېرته په هغو سيمو کې نفوذ پيدا کړى، چې موده مخکې امريکايي پوځيانو ورڅخه نيولې وې.

د ورځپاڼې په حواله، دا چې له سيمې کروندګر کډه کوي، دا څرګندوي- تر هغو سترو پوځي عملياتو وروسته چې درې مياشتې مخکې دلته وشول، اوس طالبانو بيا دا قوت پيدا کړى، چې خپل تاوتريخوالي ته ادامه ورکړي.

ورځپاڼې د ځينو سيمه ييزو چارواکو له قوله ليکلي، چې سخت دريځي وسلوال خپلو پخوانيو سيمو ته تللي، هلته يې نفوذ کړى او د خلکو روحيه يې کمزورې کړې ده.

په لښکرګاه کې د سرې مياشتې ټولنې په حواله، خلک، چې په سترګو کې يې وېره او وحشت له ورايه ښکاري، لښکرګاه او نورو سيمو ته د کډې په حال کې دي.


د همدې ستونزې له کبله د مارجې اوسېدونکي له سيمه ييزو او بهرنيو چارواکو سره تماسونه نه شي نيولاى.

د هلمند په دې ناکراره ولسوالۍ کې پوځي عمليات د فبرورۍ په وروستيو کې پايته ورسېدل، چې افغان او نړيوالو ځواکونو په کې د خپلو برياوو يادونه وکړه.

خو ورځپاڼه ليکي، سيمه ييزو طالبانو او د هغوى څلورو قوماندانانو چې لا هم په مارجې کې دي، خپلې وسلې ذخيره کړي. راپورونه وايي چې د اپرېل په پيل کې د مارجې وضعيت تر يوې اندازې ښه و او خلکو هم هيله درلوده چې د ورانو شويو کروندو او کورونو په بدل کې به مرستې ورسره کېږي.

خلک د مرستو په تمه تشويق شول چې د وسلوالو له ګواښونو سره- سره د سيمه ييزې ادارې مرسته او ملاتړ وکړي.

خو وضعيت وروسته لا پسې خراب شو، د اپرېل په نيمايي کې طالبانو يو سپين ږيرى تر ګواښلو وروسته مجبور کړ هغه سند تر ژوولو وروسته تېر کړي، چې د مرستو لپاره دولت ورکړى و.

د مې مياشتې په پيل کې د سيمي بل اوسېدونکى شريف اله د طالبانو له خوا د مرګ تر حده ووهل شو، هغه هم په دې ګناه چې ولې د ولسوال او سيمه ييزو چارواکو ملاتړ کوي او طالبانو ته عشر نه ورکوي.

د طالبانو تر څنګ خلک له نړيوالو ځواکونو هم شکايتونه لري، ځکه د پوځي عملياتو په جريان کې، ځينې وخت ملکيان وژل کېږي، يا يې هم کورونه تالاشي کېږي، چې خلک وايي دا کار د افغاني دود او دوستور خلاف دى.

خو ځينې خلک وايي امريکايي پوځيان ښه چلند ورسره کوي، يوازې پر هغو کسانو ډزې کوي، چې ورباندې حمله کوي.

د هلمند د والي سلاکار حاجي ګل محمد خان ويلي، په تېرو اوونيو کې په مارجې کې طالبان زيات شوي.

په اوس وخت کې د مارجې خلک له دوو ګواښونو سره مخامخ دي، که د طالبانو تر څنګ ودرېږي، هم خوندي نه دي، که د حکومت او امريکايي پوځيانو ملاتړ وکړي، طالبان يې وهي او حتى د مرګ ګواښ ورته کوي.

د مارجې د يوه اوسېدونکي په خبره، د سيمې خلک پوهېږي چې طالبان چېرې دي. که طالبان خلک وژني هم، دوى وايي مخه يې نه شي نيولاى، د طالبانو د پټو مرکزونو په اړه امريکايي پوځيانو او محلي ادارې ته معلومات نه شي ورکولاى، ځکه پر خپل ژوند بېرېږي.
XS
SM
MD
LG